د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۲۹

د پولنډ سنا یو قانون تصویب کړ چې له مخې به د هالوکاسټ په اړه ویناوې تنظیمیږي


د پولنډ سنا جرګې په ۵۷ موافقو او ۲۳ مخالفو رأیو هغه لانجمن قانون تصویب کړ چې د هالوکاست یا د یهودانو د عامه وژنې په اړه ویناوې یې له مخې تنظیمېږي.

د دغه قانون تر تصویب وروسته امریکا خبرداری ورکړی او اسرائیلو هم غوصه ښکاره کړې ده.

په دې قانون کې هغه کسان نقدي جریمه کېږي او تر درېیو کلونو زندان ته لوېږي چې په دوهمه نړیواله جګړه کې د "نازي بندیانو کمپونو" ته د "پولنډ د مرګ کمپونه" ووايي، یا پولنډ د نازیانو د جرمونو په خاطرملامته کړي. دا قانون باید د پولنډ جمهور رئیس توشیح کړي.

اسرائیل او امریکا له پولنډه غوښتي چې له دې قانون تېر شي ځکه د هغوی په خبره دا قانون د بیان ازادي او علمي څېړنې محدودوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هډر ناوئرټ "Heather Nauert " ویلي:

"موږ باید د هالوکاسټ په اړه د تبصرو د ممانعت په برخه کې ډېر احتیاط وکړو."

هډر ناوئرټ
هډر ناوئرټ

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو ویلي په وارسا کې یې خپل سفیر ته امر کړی چې د پولنډ له صدراعظم سره وغږېږي او هغه ته د دغه قانون په اړه د اسرائیلو مخالفت څرګند کړي.

د اسرائیلو صدراعظم دا قانون بې اساسه بللی دی.

د پولنډ د پارلمان رئیس ستانیسلاو کارچفسکي بیا پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د دغه قانون په اړه د حزب او عدالت ګوند اوږد بحث درلود او له بده مرغه د پولنډیانو د وقار او عدالت په خاطر مبارزه دا ډول درک او تعریف شوه.

په پولنډ کې د نازي بندیانو کمپونه په ۱۹۳۹ میلادي کال کې د جرمني تر حملې او د پولنډ تر اشغال وروسته جوړ او د نازیانو له خوا اداره کېدل.

د نړۍ بېلابېل هېوادونه به په پولنډ کې د دغه نوي قانون په اړه نظرونه ورکړي.

ایران چې له کلونو راهیسې د یهودانو عامه وژنه رد کړې تر اوسه تازه څه نه‎دي ویلي. د ایران مخکیني جمهور رئیس محمود احمدي نژاد په وار وار هالوکاسټ رد کړی دی.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG