د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۲

المپیک کمېټه: ډېر ژر به د ورزشي فدراسیونونو انتخابات وشي


د افغانستان د المپیک کمېټه وايي چې ډېر ژر به په کابل کې د ورزشي فدراسیونونو انتخابات ترسره شي.

د دغې کمېټې ویاند منور شهزاد نن ازادي راډیو ته وویل چې د فدراسیونونو انتخاباتو ته چمتووالی روان دی او اوس‌مهال د ورزشي کلپونو د نوم لیکنې د ثبت بهیر دوام لري.

ښاغلی شهزاد وایي، د فدراسیونونو انتخابات ۲۰ ورځې دوام کوي او له هغې وروسته موازي فدراسیونونه ختمېږي.

نوموړی زیاتوي چې د فدراسیونونو د انتخاباتو په پای کې د المپیک د ملي کمېټې انتخابات هم پیلېږي.

XS
SM
MD
LG