د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۷ تله ۱۳۹۷ کابل ۱۲:۱۷

د اسپانیا د لالیګا په سیالیو کې بارسلونا الویز ته ماته ورکړه


د اسپانیا د لالیګا سیالیو په لړ کې تېره شپه بارسلونا، الویز ته ماته ورکړه.

دغه لوبه د بارسلونا په کوربه‌توب پیل شوه چې د بارسلونا لوبډلې دوه ځلې د سیالې لوبډلې د ګول دروازه پرانیسته، خو الویز یوازې یو ځل ګول وواهه چې په دې ډول لوبه ۲ د ۱ په وړاندې د بارسلونا په بریا پای ته ورسېده.

د لالیګا د نن شپې په بله لوبه کې ریال بتیس له سلته ویګو سره لوبه کوي.

دغه لوبه د کابل په وخت د شپې په ۱۲ نیمو بجو پیلېږي.

XS
SM
MD
LG