افغان کرکټ بورډ وايي، د افغانستان د کرکټ تر نوولس کلنو کم عمره لوبډلې د نړیوال جام په نیمه پای لوبه کې د اسټرالیا په وړاندې د لوبېدو بشپړ چمتوالی نیولی دی.
د افغان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل تېرو لوبو او بریاوو ته په کتو افغان لوبډله د سیالې لوبډلې په وړاندې لوړ مورال لري.
د کرکت د تر نوولس کلنو کم عمره نړیوال جام په ترڅ کې افغانستان د تېرې پنجشنبې په ورځ کوربه نیوزلېنډ ته د ۲۰۲ منډو په لوړ توپیر ماتي ورکړه او نیمه پایلوبې ته ورسېده.
د افغانستان او اسټرالیا تر منځ دغه مهمه سیالۍ د دوشنبې په ورځ د افغانستان په وخت سهار دوه نیمې بجې د نیوزیلنډ په هاګلي اوول لوبغالي کې تر سره کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د هندستان د غوره لیګ سیالیو په بولۍ کې افغان لوبغاړی راشد خان ارمان د نهه سوه لکه هندي کلدارو په بدل کې د سنداریزر حیدرآباد لوبډلې واخیست.