د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

د سوريې اپوزسيون د سوچي ښار په مذاکرو کې برخه نه اخلي


د سوریې د اپوزسيون عمده ډله وایي، د روسیې په ملاتړ به په سوچي ښار کې د سولې په غونډه کې برخه وانه خلي.

مسکو په پام کې لري چې د راتلونکې دوشنبې او سې شنبې په ورځو کې په سوچي کې د سوريې پر مسئله دا غونډه جوړه شي.

د سوريې د مرکچيانو د کمېټې وياند يحيى العريضي نن شنبه وويل چې د سوريې حکومت او د هغه متحدې روسيې خپل ضروري تعهدات نه دي پر ځاى کړي او په سوچي کې د خبرو هدف دا دى، څو هغه هڅې کمزورې کړي چې د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب د سولې پر يوه موافقه د سلا کېدو لپاره پيل شوې دي.

د سوچي ښار
د سوچي ښار

سم د لاسه دا معلومه نه ده چې د سوريې د مرکچيانو د کمېټې دا پرېکړه نهايي ده، که يې مشران په دې برخه کې نورو تعهداتو ته په تمه دي.

دا هم معلومه نه ده چې که کومه ډله د سوچي په غونډه کې ګډون نه کوي، د دې غونډې برخليک به څه کېږي.

ګڼ غربي هېوادونه او ملګري ملتونه د مسکو دغه پلان ته چې د تور سمندرګي په دغه ساحلي ښار کې د ملي ډيالوګ دا غونډه جوړوي، د شک په سترګه ګوري.

ملګري ملتونه له خپله اړخه د سولې د خبرو جلا پروسه پرمخ بيايي چې د سوريې د تقريباً اووه کلنې کورنۍ جګړې د پاى ته رسېدو لپاره يوه سياسي حللار پيدا شي.

​روسيه چې د سوچي د غونډې په تړاو يې ترکيه او ايران ملاتړ کوي، په دې تورنه شوې چې هڅه کوي د ملګرو ملتونو په ملاتړ د سولې پيل شوې پروسه بابيزه وګڼي.

د روسیې، ترکیې او ایران ولسمشران
د روسیې، ترکیې او ایران ولسمشران

په لوېدیځ کې ډېر کسان دا اندېښنه لري چې روسیه به د هغې پرېکړې ملاتړ وکړي چې له هغې سره په سوریه کې د ولسمشر بشار الاسد دریځ پیاوړی کېږي.

روسيې د ايران تر څنګ د سوريې په جګړه کې د اسد د حکومت ملاتړ کړى، خو ترکيه او د امريکا متحده ايالتونه په دې جګړه کې د ياغي ډلو تر شا درېدلي دي.

XS
SM
MD
LG