د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۵ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۴۰

متحده ایالاتو د روسیې پر۲۱وګړو او ۹کمپنیو بندیزونه اعلان کړل


متحده ایالاتو د اوکراین په ختیځ کې د کړکېچ په تړاو د روسیې پر یوویشتو وګړو او نهو کمپنیو اقتصادي بندیزونه اعلان کړل.

دا بندیزونه چې پرون د امریکا د خزانې د وزارت له خوا اعلان شول، د اوکراین په نېږدې څلور کلن کړکېچ کې پر ښکېلو اړخونو د فشار د زیاتولو لپاره د واشنګټن د هڅو یوه برخه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن هم پرون د سویس په داووس ښار کې د اوکراین له ولسمشر پترو پوروشینکو او په عین حال کې د اوکراین د کړکېچ لپاره د امریکا ځانګړي استازي کورټ وولکر له خپل روس سیال ولادیسلاو سوکروف سره وکتل او دې کړکېچ ته د یوې حل لارې د موندلو په اړه یې بحث وکړ.

امریکا او اروپايي ټولنې له ۲۰۱۴ کال راهیسې، وروسته له دې چې روسیې د اوکراین کرېمیا ټاپو له خاورې سره ضمیمه کړه او د اوکراین په ختیځ کې جګړه پیل شوه د روسیې پر یو شمېر وګړو او کمپنیو او د اوکراین د ختیځ د بېلتونپالو پر مشرانو یولړ بندیزونه ولګول او د دې بندیزونو په وروستۍ لړۍ کې د امریکا خزانې وزارت پر یوولسو کسانو چې د اوکرایني بېلتونپالو مشران بلل شوي دي بندیزونه ولګول.

XS
SM
MD
LG