د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۴

ټرمپ: افغانستان به هېڅ کله د تروریستانو په پناه ځای بدل نشي


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، اجازه به ورنه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د تروریستانو ځاله شي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې څو شېبې مخکې یې د داووس په نړیواله غونډه کې خبرې کولې د ترورېزم پر وړاندې پر ګډې مبارزې په کلکه ټینګار وکړ او هغه یې د ټولې نړې په ګټه وبلله.

ښآغلي ټرمپ په تېره بیا د افغانستان په اړه خپله ژمنه تکرار کړه چې وایي، اجازه به ورنه کړي چې دغه هېواد د تررویستانو په پناه ځای بدل شي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ ژمن یو چې دا ډاډمنه کړو چې افغانستان به هېڅ کله د تروریستانو په پناه ځای بدل نشي، هغه کسان چې غواړي زموږ ملکي خلک ووژني، زه غواړم د هغو هېوادونو چې نن دلته حاضر دي او په دې مهمې مبارزې کې ښکېل دي، مننه وکړم، تاسو نه یوازي خپل خلک ساتۍ، بلکې د میلیونونو وګړو ژوند او هیلې خوندي کوۍ."

د داووس په غونډه کې چې تر ډېره پر اقتصادي موضوعاتو متمرکزه وه، ښاغلي ټرمپ امنیت د اقتصادي ودې اساسي شرط وباله او له هېوادونو یې وغوښتل چې د امنیت د ټینګولو او امنیتي ګواښونو سره د مقابلې په برخه کې له امریکا سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

ولسمشر ټرمپ د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر وړاندې مبارزې په اړه خبرې وکړې او د هغو پرمختګونو یادونه یې وکړه چې د امریکا په مشرۍ ائتلاف په سوریې او عراق کې د دغې ډلې پر وړاندې مبارزې کې درلودې.

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

نوموړي زیاته کړه:

"زه خوښ یم چې راپور ورکوم چې د داعش ضد ائتلاف تقریبا سل فیصده هغه خاوره بېرته له اسلامي دولت ډلې نیولې ده چې دغو قاتلانو په سوریې او عراق کې لاندې کړې وه، لا هم نورې جګړې او کار ته اړتیا ده چې باید وشي."

نوموړي دغه راز د دې لپاره چې نړۍ د ترورېزم له ګواښونو خوندي شي نو دا د ټولو هېوادونو دنده وبلله چې پر خپلو دفاعي چارو د ملکفیتونو له مخې پانګه ونه وکړي.

د یادونې ده چې ولسمشر ټرمپ به د دغې سرمشریزې په څنډو کې د بریتانیا او اسرائیل له صدراعظمانو ترزا مې او بینامین نتنیاهو او ځینو نورو مشرانو سره هم وګوري او بېرته به واشنګټن ته ولاړ شي.

ټرمپ تر بېل کلېنټن وروسته د امریکا دوهم ولسمشر دی چې له ۲۰۰۰مېلادي کال وروسته د داووس په غونډه کې ګډون کوي.

سپینې ماڼۍ وړاندې ویلي وو چې ولسمشر ټرمپ به دا پیغام د نړۍ مشرانو ته ورسوي چې امریکا له خپلو متحدانو سره نېږدې اړیکې غواړي، خو په پام کې لري چې له هغو سره په معاملو کې د تجارتي کسر مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG