د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

په کابل کې د ګمرکي مراحلو د بشپړولو واحد مرکز پرانیستل شو


د ګمرکي مراحلو د بشپړولو واحد مرکز د شنبې په ورځ په کابل کې پرانیستل شو.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، په دولتي بنسټونو کې شته بیروکراسي د دې لامل شوې چې د صادراتو د پراختیا په برخه کې له موجوده ظرفیت نه سمه استفاده ونشي.

ښاغلي عبدالله د پنجشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال سلواغې۰۵»په کابل کې د ګمرکي مراحلو د بشپړولو د واحد مرکز پرانیستلو ته په اشارې سره وویل چې د دغه مرکز د کار په پیلېدو سره سم باید د بیروکراسۍ لمن ټوله شي.

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

نوموړي زیاته کړه:

"د ملي یووالي حکومت د کار له پیلېدو سره سم د صاداراتو تشویق زموږ له پروګرامونو څخه و، خو په عمل کې باید په دې اعتراف وکړو چې په دې لار کې ګڼ بیروکراټیک خنډونه د دې لامل شوي چې له موجوده ظرفیت نه ښه استفاده ونشي، خو د دغه مرکز په پرانیستلو سره سم باید نوره بې ځایه بیروکراسي نه وي."

په کابل کې د ګمرکي مراحلو د بشپړولو واحد مرکز چې د امریکا د پراختیايي ادارې یا «یو. اس. اې. ای. ډي» په مالي مرسته جوړ شوی چې بهرنیو هېوادونو ته د هوا له لارې د افغاني توکو د لېږد په برخه کې خورا ګټور ګڼل کېږي.

دغه مرکز چې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې جوړی شوی د افغانستان لپاره د نړیوال سوداګریز بنسټ یو له مهمو شرطونو څخه هم و.

دغه مرکز په داسې حال کې پرانیستل کېږي چې د سوداګرۍ او صنایو خونې د معلوماتو له مخې همدا اوس دوه زره ټنه تازه مېوه او شااوخوا دوه زره پنځه سوه ټنه پنبه د تورخم په سوداګریز بندر کې بنده پاتې ده.

په کابل کې د امریکا سفیر جان باس بیا وايي چې د ګمرکي مراحلو د بشپړولو واحد مرکز به ټولې نړۍ ته د افغاني توکو د لېږد په برخه کې خورا مهم رول ولوبوي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي بیا په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې یاد مرکز به افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو د ټرانزیت په برخه کې له اتکا خلاص کړي.

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

نوموړي زیاته کړه:

"زه د افغانستان د خصوصي سکټور په استازیتوب له امریکا او د «یو. اس.اې. ای. ډي» له ادارې مننه کوم چې د خصوصي سکټور په برخه کې یې همکاري کړې او دا نننی مرکز یې راجوړ کړی، هیله ده چې په راتلونکې کې ورته مرکزونه د ځمکني ټرانسپورټ په برخه کې هم جوړ شي."

د ښاغلي الکوزي په خبره دا چې افغانستان په وچه کې راګیر هېواد دی، نو ځکه یې له نړۍ سره د هوا له لارې سواګري له خورا اهمیته برخمنه ده، خو په خبره یې په دې شرط چې د ګمرکي مراحلو د بشپړولو واحد مرکز خپل مهم رسالت سرته ورسوي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG