د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۴

ارزګان کې سلګونه خلکو د لارو د خلاصولو په هدف لاریون وکړ


د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ او د ولسوالیو سلګونه خلک نن چهار شنبه په دې هدف د ترینکوټ ښار ته راووتل چې دولت دې ورته تړلې لارې خلاصې کړي.

دغه خلک چې زیاته برخه‌يې هټۍوال وو، وايي چې د لارو له تړل کېدو سره‌يې کاروبار په ټپه درېدلی او په لیرو پرتو سیمو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

د ارزګان ولایت دغه خلک داسې مهال د ترینکوټ ښار ته راوځي او د لارو د خلاصون خبره کوي چې د ولسوالیو لارې له تېرو دوو کلونو راهیسې او د ترینکوټ ښار اړوند ټولو کلیو لارې له تېرو څو اوونیو راهیسې له مرکز سره تړلې دي.

د ارزګان ولایتي اداره په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.

په دي اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې، د دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:15 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG