د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۶ زمری ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۰۱

قلاتوال: په اسلام قلعه کې د ایران لخوا د بازارونو د جوړولو څېړنه کېږي


د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، له ایران سره د دغه هېواد پوله معلومه ده او د نړیوالو معاهدو پر اساس هېڅ هېواد د بل هېواد خاورې ته د لاس غځولو حق نه لري.

د هرات د اسلام قلعه په ځينو سیمو کې د ایران له خوا د سوداګریزو بازارونو د جوړولو په اړه اندېښنې د دې لامل شوي چې د څېړنو یو پلاوی د دواړو هېوادونو تر منځ پوله له نېږدې وګوري.

د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال وايي، د دې پلاوي له څېړنو وروسته به معلومه شي چې دا بازارونه د افغانستان په خاوره کې دي، که د ایران.

ننیګالي قلاتوال د چهارشنبې په ورځ «د۱۳۹۶ کال د سلواغې په ۴ مه» له ازادي راډيو سره په خبرو کې که څه هم په دې اړه ډېر جزیات ورنه کړل، خو ټینګار يې وکړ چې د نړیوالو معاهدو له مخې هېڅ هېواد حق نه لري چې د بل هېواد خاورې ته لاس وغځوي.

ننګیالی قلاتوال
ننګیالی قلاتوال

نوموړي زیاته کړه:

"تخنیکي ټيم د هغو ستونزو او سرغړونو په اړه چې موږ یې عملاً په سرحداتو کې لرو، خبرې کړي او موږ هیله من یوو چې په دې برخه کې ستونزې ډېرې ژر حل کړو، د نړیوالو قوانینو له مخې یو هېواد نه شي کولای چې د بل هېواد په صفري نقطه کې مداخله یا تجاوز وکړي، دوه اختلافي موضوعات شته، خو ان شالله موضوع ډېره جدي نه ده او هیله من یوو چې تخنیکي ټيم به یې حل کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د هرات د قومونو او قبایلو چارو رئیس د ولایتي رئیسانو په وروستۍ غونډه کې ویلي، ایران د دغه ولایت د اسلام قلعه په ښار کې بازارونه جوړ کړي دي.

د هرات د والي ویاند احمد فرهاد جیلاني ازادي راډیو ته ویلي، دا بازارونه له ۲۰ تر ۲۳ کلونو د مخه د دوغارون کرښې په اوږدو کې چې د دواړو هېوادونو تر منځ صفري نقطه ده، جوړ شوي دي.

د ښاغلي فرهاد په وینا، دا وخت افغانستان او ایران په هغو سیمو کې چې دا بازارونه پکې جوړ شوي، د نظر اختلاف لري او دواړه لوري يې خپل حق ګڼي.

دی ټینګار کوي چې په دغې سیمه کې ایران ته د تلونکو افغانانو او کډوالو لپاره د تاسیساتو جوړولو اړتیا ده، خو افغانستان تر هغې وخته دا کار نشي کولای، تر څو چې د دواړو هېوادونو تر منځ پوله نه وي تثبیت شوي.

خو د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، د دواړو هېوادونو تر منځ پوله روښانه او تثبیت شوې او همدا چې د څېړونکي پلاوي څېړنې پای ته ورسېږي، د خبرو له لارې به دا موضوع له ایران سره حل کړي.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو، کورنیو او سرحدونو چارو وزارت او د اراضۍ اداره له ایراني پلاوي سره په دې برخه کې د نظر د اختلافونو په څېړنو لګیا دي.

خو د ایران له خوا دا لانجه کومه نوې مسئله نه ده، بلکې د یوشمېر کارپوهانو په وينا، یاد هېواد له دې وړاندې هم د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاس وهنو تورن شوی دی.

د سوريې او عراق په جګړو کې له افغانانو استفاده، په افغانستان کې د اوبو بندونو پر وړاندې د خنډونو جوړول او تر دې ځایه چې د ځينو کارپوهانو په باور هغه هېواد غواړي د اسلام قلعه ځينې سیمې خپله خاوره وګڼي.

د نړیوالو چارو کارپوه ودیر صافی وايي، که دا موضوع ثابته شي، دا په افغانستان د ایران ښکاره تجاوز ښيي.

ودیر صافی
ودیر صافی

ښاغلي صافي وویل:

"د افغانستان لپاره لازمه ده چې د ایران پر وړاندې د سرحدونو سوابق او اسناد وړاندې کړي او دا موضوع د ډیپلوماتيکو لارو حل کړي، تر څو هغه هېواد په خپل حد کې پاتې شي او له پولې د تجاوز حق نه لري، که ایران بیا هم لاس په سر نه شي، افغانستان اړ دی چې له خپلې خاورې د دفاع په خاطر نړیوالو مراجعو ته په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته خپل شکایت وسپاري."

ښاغلی صافی د افغانستان کمزورې ډیپلوماسۍ ته په اشارې ټينګار کوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ پوله معلومه ده، خو که ایران له صفري نقطې د استفادې هڅه کوي، افغانستان باید دا موضوع د هغو اسنادو له مخې حل کړي چې لري یې.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG