د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۵۰

نوري: د وشوو ټیم افغان لوبغاړي د سیالیو لپاره پاکستان ته ولاړ


د افغانستان د ووشو یو شمېر لوبغاړي له پاکستاني لوبغاړو سره د ووشو په سیالیو کې د ګډون لپاره نن د کوټې په لور روان شول.

د ووشو د ملي لوبډلې روزونکي ظاهر نوري نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې له افغانستانه په دغو سیالیو کې شپږو حرفوي لوبغاړو، پنځو د اماتور لوبغاړو، دوه تنو سر روزونکو او یوه روزونکي ګډون کړی دی.

دغه سیالۍ د روان میلادي کال د جنورۍ پر ۲۵مه نېټه په کوټې کې پیلېږي او درې ورځې دوام کوي.

XS
SM
MD
LG