د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۱

د بلخ اوسېدونکي د وسله والو طالبانو د فعالیت له زیاتوالي شکایت کوي


د بلخ ولایت اوسېدونکي د وسله والو طالبانو له فعالیته شکایت لري او امنیتي ځواکونه د ولسوالیو امنیتي وضعیت ته په بې پامۍ تورنوي.

د بلخ ولایت د چهاربولک، چمتال، شولګرې او دولت اباد ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي چې سیمو کې یې د وسله والو طالبانو فعالیت زیات شوی دی.

د یادو ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې وسله وال طالبان یې سیمو کې له خلکو په زور عشر اخلي او نجونې یې هم ښوونځیو ته له تللو منع کړې دي.

د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکی عتیق الله شرفیار او له چمتال څخه احمد نبي رفعت په دې اړه وايي:

" عتیق الله شرفیار یم، په چهاربولک ولسوالۍ کې طالبان له اوږدې مودې را په دېخوا فعالیت لري، دوی پر پوستو حملې کوي او نجونې هم ښوونځیو ته نه پرېږدي. "

" نوم مې احمد نبي رفعت دی، په چمتال ولسوالۍ کې طالبان له خلکو په زور زکات او عشر اخلي، دوی پر دولتي ځواکونو او محلي پولیسو وسله والې حملې کوي، خو له عام خلکو قرباني اخلي، د وسله والو طالبانو فعالیت دې وروستیو کې زیات شوی دی. "

امنیتي چارواکي هم په بلخ ولایت کې د طالبانو فعالیت تأيیدوي، خو وايي چې چمتال ولسوالۍ کې د وسله والو د ځپلو په مقصد دولتي ځواکونو عملیات پيل کړي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي مسئول نصرت الله جمشیدي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې ډېر ژر به چمتال او شولګره ولسوالۍ د طالبانو له موجودیته پاکې کړي.

په شمال کې د ۳۰۳ پامیر زون د پولیسو ویاند سید سرور حسیني هم وايي چې د بلخ ولایت په ځینو ولسوالیو کې وسله وال طالبان پراخ فعالیت لري او ډېری د محلي پولیسو او سیمه ییزو پاڅون کوونکو پر پوستو حملې کوي.

ښاغلي حسیني ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې تېره شپه هم طالبانو په شولګره ولسوالۍ کې ۱۷ تنه سیمه ییز پاڅون کوونکي او یو محلي پولیس په ډزو سره وژلي دي.

هغه زیاته کړه:

" ۱۸ تنه چې سیمه ییز پاڅون کوونکي وو او یو هم پکې محلي پولیس و، د طالبان له خوا د شولګرې ولسوالۍ په بزبای سیمه کې د وسلې په ډزو سره وژل شوي دي. "

د بلخ پولیس وايي چې وسله والو طالبانو د شولګرې د سیمه ییزو پاڅون کوونکو عمومي مشر حاجي حمیدالله چې قومي مخور هم و، وژلی دی.

د یادونې وړ ده چې طالب وسله والو د یادو ۱۸ تنو د وژلو مسؤلیت منلی دی.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG