د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۷ کابل ۱۲:۴۲

د سوريې پر عفرين سيمه د ترکيې عملياتو عکس العملونه پارولي دي


ترکيې د سوريې په شمال ختيځه سيمه عفرين کې چې د کُرد جنګياليو په کنټرول کې ده، تازه هوايي او ځمکني پوځي عمليات پيل کړي دي.

امريکا چې د دغو کُرد جنګياليو ملاتړ کوي، تردې مخکې خبردارى ورکړى و، دغه عمليات ښايي په سيمه کې د نورې بې ثباتۍ سبب شي.

د ترکيې صدراعظم بن علي يلدرېم پرون شنبې په خپله ټلوېزېوني وينا کې وويل، پر عفرين سيمه د هوايي حملو هدف د کُردانو د ولسي خونديتوب د قطعو يا «YGP» د عناصرو او د اسلامي دولت ډلې يا داعش د ملېشو له‎منځه وړل دي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د شنبې په سهار، ويلي و، په عفرين کې پوځي عمليات پيل شوي او په څنګ‎لوري سيمه منبج کې به هم جلا پوځي عمليات وشي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان

دی وايي:

"موږ دغه دهلېز د غرب له لوري ګام په ګام تصفيه کوو. په عفرين کې ځمکني پوځي عمليات پيل شوي دي. عين اقدام به په منبج کې هم وشي. موږ دغه ورانکاره ترورېستان چې هڅه کوي زموږ پر هېواد حمله وکړي، د عراق تر سرحد پورې ګام په ګام له منځه وړو."

د سوريې د دولتي رسنۍ په حواله د سوريې حکومت دغه پوځي عمليات غندلي او هغه يې پر عفرين سيمه د ترکيې تېرى بللى دى.

په همدې حال کې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت پرون د دغو پوځي عملياتو په اړه اندېښنه وښوده او د اپوزيسيون له ډلو يې د زغم غوښتنه کړې ده.

د روسيې دفاع وزارت بيا په يوه اعلاميه کې ويلي چې له دې سيمې خپل سرتېري باسي چې د وزارت په وينا د بالقوه پارونې او د روسي پوځيانو خونديتوب ته د ورپېښ خطر مخه نيول شوې وي.

تردې مخکې د امريکا متحدو ايالتونو له ترکيې غوښتنه کړې وه، داسې کوم عمليات دې نه‎کوي او زياته کړې يې وه چې جګړه بايد پر اسلامي دولت ډلې يا داعش متمرکزه شي.

XS
SM
MD
LG