د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

د افغانستان له خصوصي سکټور سره د برښنا د تولید د لومړنۍ پروژې تړون وشو


د افغانستان له خصوصي سکټور سره د برښنا د تولید د لومړنۍ پروژې تړون د شنبې په ورځ لاسلیک شو.

د ۵۲ میګاواټه برښنا د تولید د پروژې تړون د افغانستان د برښنا او اوبو، مالیې، کانونو او پټرولیم وزارتونو، برښنا شرکت او غضنفر ګروپ ترمنځ د شنبې په ورځ د ولسمشر غني په حضور کې لاسلیک شو.

د اوبو او برښنا وزارت مرستیال محمد ګل خلمي د شنبې په ورځ په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې د برښنا د تولید دغه پروژه ګازي ده چې ګاز یې د نل لیکې په واسطه له شبرغانه وصلېږي.

نوموړی وايي، د برښنا د تولید دغه دستګاه د مزارشریف په دهدادي ولسوالۍ کې د ۷۵ میليونو ډالرو په ارزښت جوړېږي.

دی وایي:

"په لومړي فاز کې د برښنا د تولید ظرفیت ۵۲ میګاواټه دی چې ګاز یې د نل لیکې په واسطه له شبرغانه وصلېږي او په غضنفر ګروپ پلورل کېږي، په مقابل کې برښنا تولیدېږي چې اخېستونکی یې د افغانستان برښنا شرکت دی چې ورسره تړون هم شوی. "

ښاغلي خلمي زیاته کړه چې د دغې پروژې ۲۵ میليونه ډالر د غضنفر ګروپ شرکت له خوا او۵۰ میليونه ډالر یې (ای،اف،سي) يا د نړیوالې مالي ادارې له خوا د پور په شکل ورکول کېږي.

د غضنفر ګروپ شرکت د افغانستان د کانونو وزارت نه هر متر مکعب ګاز د ۷۸ امریکايي ډالرو په بدل کې پيري.

د مسؤلینو په خبره، د دغې پروژې د جواز مسؤلیت د برښنا او اوبو وزارت، د ګازو د پلورونې مسؤلیت د کانونو او پټرولیم وزارت، د ماليې وزارت د دغې پروژې د څارنې او پلې کېدو او د برښنا شرکت بیا د برښنا د پېرلو مسؤلیت لري.

د برښنا شرکت رئیس امان الله غالب په دغه ناسته کې وویل، وروسته له شلو کلونو د دغې شبکې مالکیت برښنا ریاست ته ورکول کېږي.

امان الله غالب
امان الله غالب

بل خوا د افغانستان د ماليې وزارت د عامه او خصوصي مشارکت رئیس عبدالمومن منصور وویل چې، د پروژې له لارې له تولید شوې برښنا به ۱۲۰ فابريکې او شااوخوا ۴۰ زره کورنۍ ګټه واخلي.

نوموړي دغه شان د دغې پروژې د عوایدو په اړه داسې وویل:

"د افغانستان دولت په راتلونکو شلو کلونو کې له دغې پروژې دوه ډوله ګټه ترلاسه کوي، د مالیاتو له پلوه ۵۲,۸ میليونه ډالره او د ګازو د پلورولو له پلوه ۱۳۶ میليونه ډالره ترلاسه کوي. "

د افغانستان د اوبو او برښنا وزارت مسؤلین وايي، دغه پروژه به تر ۲۰۲۰ میلادي کاله پورې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG