د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

د امریکا د حکومت چارې د جمعې له نیمې شپې راهيسې پرچاو شوي


وروسته له هغې چې سپینه ماڼۍ او کانګرس د حکومت د چارو د دوام لپاره د بودجې پر لایحې یوه جوړجاړي ته په رسېدو کې پاتې راغلل، د امریکا د حکومت چارې د شنبې په ورځ پرچاو شوې.

د امریکا د استازو مجلس د فبرورۍ تر میاشتې پورې د حکومت د بودجې لایحه تصویب کړې، خو د دې هېواد د سنا غړي د جمعې د شپې تر ۱۲ بجو پورې چې ټاکلی ضرب الاجل و، په دې اړه په رأیې ورکولو ونه توانېدل.

د امریکا د سنا ډموکراتو غړو د حکومت د چارو د فعالیت لپاره د موقتي بودجې پر تصویب د رأیې ورکولو مخه د هغو هڅو له کبله نیولې چې غواړي، له امریکا څخه د هغو اوو لکو کډوالو د ایستلو د مخنیوي په اړه چې ماشومتوب کې امریکا ته غیر قانوني راغلي، د یوه جوړجاړي د رامنځته کېدو لپاره فشار راوړي.

سپینې ماڼۍ د حکومتي ادارو له پرچاوۍ وروسته ویلي، دوی به له ډموکراتانو سره تر هغې د کډوالو پر مسئلې خبرې ونه کړي، څو چې هغوی د حکومت د بیا پرانېستو سره موافقه نه وي کړي.

د سپنې ماڼۍ ویانده سارا سنډرز
د سپنې ماڼۍ ویانده سارا سنډرز

د سپنې ماڼۍ ویاندې سارا سنډرز ويلي:

"په داسې حال کې چې ډموکراتانو په خپلو بې پروا غوښتونکو زموږ قانوني وګړي یرغمل کړي، موږ به له دوی سره د غیر قانوني کډوالو په اړه خبرې ونه کړو."

خو په سنا کې د ډموکراتانو مشر د حکومتي چارو د پرچاوۍ پړه پر ولسمشر ټرمپ اچولې او ویلي یې دي:

"دا تر ډېره داسې ده، لکه دوی چې همدا د حکومت پرچاوي غوښتله او دا دی موږ ورسره مخ شو چې ملامتي یې په مستقیمه توګه د ولسمشر ټرمپ پر اوږو ده."

د امریکا د حکومتي ادارو دا پرچاوي په تېرو څه باندې درې لسیزو کې څلورم ځل دی چې پېښېږي او ورسره د حکومت یوه برخه فعالیتونه په موقته توګه بندېږي.

ځیني مهم فعالیتونه، لکه د خوړو تفتیش، په هوايي ډګرونو کې امنیتي تالاشۍ او قانون پلي کوونکې فډرالي ادارې به پرانېستې وي، خو فډرالي مامورینو ته به تنخوا نه ورکول کېږي.

په عین حال کې د امریکا ډموکراتان او جمهوري غوښتونکي په دې سلا شوي چې د شنبې په ورځ په دې اړه بېرته مذاکرات پیل کړي او ویلي یې دي چې هڅه کوي چې یوه چټک توافق ته ورسېږي.

خو د رویټرز خبري اژانس وايي، اوس ښايي دواړه خواوې ډېر کم وغواړي چې په دې برخه کې له خپلو غوښتونو تېر شي، ځکه په دې اړه سیاسي ماته به که د هر لوري لپاره وي، ګرانه تمامه شي.

XS
SM
MD
LG