د حقوقي او سیاسي چارو یو شمېر څېړونکي وايي، روسیه د افغانستان په شمال کې له ناامنۍ وېره لري، نو ځکهیې له طالبانو سره د روغې جوړې وړاندیز کړی دی.
کبیر رنجبر ازادي راډيو ته وویل، د هغو اړیکو له مخې چې روسیهیې له طالبانو، پاکستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره لري، د افغانستان په قضیه کې ښه رول لوبولی شي.
د ازادي راډیو خبریال یوسف خان ځدراڼ د یوې مرکې په پیل کې ښاغلی رنجبر پوښتلی چې د افغانستان د سولې په اړه د روسيې هڅو ته په کوم نظر کتلای شي؟