ټاکل شوې ده چې سبا تر ۱۹ کلونو د لږ عمره کرکټ نړیوال جام لوبو په ترڅ کې د افغانستان ټیم له ایرلنډ سره مسابقه وکړي.
افغانستان د دې نړیوال جام په «ډي» ګروپ کې له پاکستان، سریلانکا او ایرلنډ سره یوځای شوی دی.
افغان لوبغاړو پرون د سریلانکا لوبډلې ته ماتې ورکړه او تر هغه مخکې یې د پاکستان له ټیمه لوبه ګټلې وه.
په دې ډول د افغانستان ټیم د دې لوبو کوارټر فاینل ته بریالی شوی دی، خو د سبانۍ لوبې ګټل د افغانستان لپاره د دې په خاطر اهمیت لري چې د خپل ګروپ په سر کې به پاتې شي او د بل ګروپ له دوهم ټیم سره به په کوارټر فاینل کې مخامخ شي.