د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۰

په کابل کې د ساحلي فوټبال لومړۍ ژمنی ټورنمنټ پیل شو


په کابل کې نن د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۷» د ساحلي فوټبال لومړۍ ژمنی ټورنمنټ پیل شو.

د فوټبال فدراسیون د نشراتو د برخې مسؤل شفیع شاداب نن چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۷» ازادي راډیو ته وویل چې د «کابل کلپ» او «قرن ۲۱» لوبډلې ترمنځ لوبه وشوه چې دغه لوبه «۶/۳» په پایلې سره د کابل کلپ په ګټې پای ته ورسېده.

ښاغلی شاداب وايي، په دغو سیالیو کې د کابل د ساحلي فوټبال لیګ ۱۰ غوره لوبډلو ګډون کړی دی.

د ساحلي فوټبال د ژمنیو سیالیو ټورنمنټ د روان میلادي کال د جنورۍ په ۱۷مه نېته پیل او اته ورځې دوام کوي.

XS
SM
MD
LG