د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

په خوست کې د پوځي ارګانونو ګډ ګارنېزیون جوړ شو


د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۷» په خوست کې د امنیت د ښه کېدو او جنايي پېښو د مخینوي لپاره د مېشتو امنیتي ارګانونو څخه جوړ شوي پوځي ګارنېزیون خپل مشترک پوځي فعالیتونه پیل کړل.

چارواکي وايي، د یاد ګارنېزیون د جوړېدو موخه دا ده چې ټولې امنیتي ادارې په ګډه ښار او نورو ګڼ مېشتو سیمو کې امنیت خوندي کړي او همدارنګه د وسله‎والو غلاوو، سړي تښتونو او د نشه‎يي توکو د کار وبار مخه ونیسي.

دوی زیاتوي د ګاډو د تورو ښیښو سپینول او د ناقانونه وسلې د ګرځولو مخنیوی د هغوی د فعالیتونو بله مهمه برخه ده.

خوست کې د جنايي پېښو د مخنیوي لپاره نوي پوځي ګارنېزیون خپل فعالیتونه پیل کړل

په همدې موخه د خوست د پوځي ګارنېزیون د منسوبینو له‎خوا د ښار په واټونو، کوڅو او څلور لارو کې د تلاشۍ او د موټرو د ښیښو د سپینولو عملیات پیل شوي دي.

لومړی بریدمن الله محمد احمدزی چې په ګارنېزیون کې د ملي اردو استازیتوب کوي، د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، په‎دې وروستیو کې د خوست ښار امنیتي حالت چندانې ښه نه‎وو.

لومړی بریدمن الله محمد احمدزی
لومړی بریدمن الله محمد احمدزی

د ده په وینا چې ځینو خلکو له خپل مؤقف او شناخت څخه بې‌ځایه استفادې کولې، د تورو ښیښو لرونکي ګاډي به‌يې ګرځول او په ښار کې د قتل، اختطاف او غلاوو پېښې ډېرې شوې وې.

ښاغلی احمدزی زیاتوي، په همدې خاطر د خوست رهبري تصمیم ونیو چې د ټولو امنیتي ارګانونو ګډ ګارنېزیون جوړ کړي او سر له نن نه‌يې فعالیتونه عملاً پیل شول.

ښاغلي احمدزي له خلکو وغوښتل چې ښار ته دې د تورو ښیښو لرونکو ګاډو، ناقانونه وسلې او پوځي یونیفورم سره نه‌داخلېږي.

لومړی څارن مبارز چې په ګارنېزیون کې د پولیسو د منسوبینو استازیتوب کوي وايي چې د خوست د پوځي ادارو ګډ ګارنېزیون به دایمي وي او په‎دې سره به د غلو، سړي تښتوونکو او نورو قانون ماتوونکو مخه ونیول شي.

په ټوله کې پر امنیتي ارګانونو یوه نیوکه دا ده چې دوی د قانون ماتوونکو پر خلاف توپیریز چلند کوي، که کوم څوک واسطه، زور او پیسې ولري، نو هېڅ‌څوک ورته څه نه‌وايي، خو بل‎خوا په کمزورو او بې‌واسطو خلکو نه‌یوازې قانون پلی کېږي، بلکې زیاتی هم ورسره صورت نیسي.

د خوست دوه تنه ښاریان ستوری سروري او دین ولي له امنیتي ارګانونو غوښتنه کوي چې د قانون په پلي کېدو کې له توپيریز چلنده ډډه وکړي او ګارنېزیون دې هم په یو دایمي ارګان بدل شي.

دوی له خلکو هم غواړي چې پوځي ارګانونو سره د امنیت په ټینګښت کې پوره همکاري وکړي.

یاده دې وي په خوست ښار کې د مېشتو امنیتي ادارو ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت منسوبینو له‎خوا د یو ګډ ګارنېزیون په وجود کې داسې مهال د تلاشۍ او د ګاډو د تورو ښیښو د سپینلو عملیات پیل شوي چې د همدې ورځې سهار مهال د یادو ځواکونو له‎خوا یو موټر بم هم هدف ته تر رسېدو مخکې ونیول شو.

په صرف ډوله موټر کې د الوتکې ۵۰۰ کېلويي لوی بم ځای پر ځای شوی وو، کتونکو بیا په‎دې اړه د امنیتي ارګانونو ستاینه کوله چې ښار ته د یاد موټر بم د داخلېدو په مخنیوي سره‌یې احتمالاً د یو ستر برید همدارنګه د مالي او بشري ناورین د پېښېدو مخه ونیوله.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG