د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

د لوړو زده‌کړو وزارت په پوهنتونونو کې برښنايي کتابتونونه جوړوي


د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په همکارۍ په پوهنتونونو کې برښنايي کتابتونونه جوړوي.

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت د برښنايي کتابتون د جوړولو ګام د لومړي ځل لپاره پورته کوي.

د دغه وزارت ویاندې عارفې پیکار د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۶» ازادي راډیو ته وویل چې د برښنايي کتابتونونو د جوړولو لړۍ د مرکز له پوهنتونونو پیلېږي او لومړنی هغه به‌یې په کابل پوهنتون کې جوړ شي.

د نوموړې په خبره، په راتلونکي کې به په ولایتونو کې هم د ورته کتابتونونو د جوړولو چارې پیل شي.

کابل پوهنتون
کابل پوهنتون

اغلې پیکار د برښنايي کتابتونونو د ګټو په اړه وویل:

"دغه کتابتونونه څو مرستې کولای شي، د ډیجیټل په شکل د کتابونونو په زېرمه کې او دغه‌شان د نړۍ مهمو او معتبرو پوهنتونونو کتابتونونو ته د استادانو او محصلینو د لاسرسي او په ورته وخت کې هغه کتابتونونه چې انلاین کتابونه وړاندې کوي، په دې برخو کې مرسته کولای شي."

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت ویانده دغه‌شان وايي، ټاکل شوې چې په کابل پوهنتون کې موجود کتابونه ډیجیټلي شي او په دې کار سره به محصلین وکړای شي چې له کتابونو انلاین ګټه واخلي.

افغانستان که څه هم اوس‌مهال یو شمېر عامه کتابتونونه لري چې د کابل عامه کتابتون‌يې چې په ۱۳۴۵ لمریز کال کې تأسیس شوی او زرګونه ټوکه کتابونه لري، د یادولو وړ دی.

خو په دغه هېواد کې د انلاین یا برښنايي کتابتون جوړول لومړنۍ تجربه ده.

په ورته وخت کې د پوهنتون یو شمېر استادان د برښنايي کتابتون د جوړولو هرکلی کوي، وايي چې حکومت د برښنایي کتابتون د جوړولو ترڅنګ باید د زده‌کوونکو لپاره د کیفیت او قیمت په پام کې نیولو سره د انټرنټي خدمتونو په چمتو کولو کار وکړي.

د دغو استادانو له ډلې شفیق وردګ د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"زموږ اکثریت ځوانان په ټکنالوژۍ بوخت دي، که چېرې د فېسبوک پر ځای انلاین کتابتونونو ته مخه کړي، دا یو ښه پرمختګ دی."

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم د لوړو زده‌کړو وزارت د دغه اقدام هرکلی کوي.

د دې وزارت ویاند صابر مومند وايي، په افغانستان کې د کتابتونونو برښنايي کول په دغه هېواد کې د کتاب لوستلو په فرهنګ مثبت اغېز درلودلای شي او دغه‌شان کتابتونونو ته د خلکو لاسرسی اسانه کوي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG