د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

د افغانستان او هند د کرکټ لوبې نېټه او ځای به په ډاګه شي


تمه ده نن سې شنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۶» ماښام په هند کې د افغانستان او هندوستان د کرکټ بورډ مسؤلین په يوه خبري ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کېدونکې لومړۍ ټېست لوبې په اړه رسنیو ته معلومات ورکړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مرستیال ویاند شرف‎الدین شاکر نن سې شنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۶» ازادي راډیو ته وویل چې په دغې خبري ناسته کې به د يادې پنځه ورځنۍ يا ټېست لوبې نېټه او ځای په ډاګه شي.

د ښاغلي شاکر په خبره، د دې تر څنګ د دواړو هېوادونو د کرکټ بورډ مشران به د کرکټ په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو په پياوړتیا هم خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG