د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي، پولیس په ځینو غیر قانوني مواردو کې لاس لري.
په غیر قانوني مواردو کې د پولیسو د ښکېلتیا په اړه انتقادونه تازه نهدي، خو ښايي دا لومړی ځل وي چې د کورنیو چارو وزیر په دغې مسئلې اعتراف کوي.
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي، د خلکو هغه شکایتونه پر ځای دي چې ګواکې پولیس په ځینو مواردو کې د جرم د مخینوي پر ځای په خپله جرم کې لاس لري.
ویس احمد برمک دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۶» کابل کې یوې خبري غونډې ته وکړې.
نوموړي زیاته کړه:
"په ځینو مواردو کې خلک شکایت کوي چې پولیس هم په قضایاوو کې لاس لري، زه د کورنیو چارو د وزیر په توګه په دې اعتراف کوم چې بلې، زما څېړنې هم همدا ښيي، ما د استخباراتو عمومي ریاست ته وظیفه ورکړې چې د پولیسو لیکې له فاسدو، استفادهجو او خدای مهکړه، له هغو کسانو چې وسلهوالو سره لاس لري، پاکې کړي، هغه که په هره سطحه کې وي."
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په کابل کې د ځوانو افسرانو یوې غونډې ته وویل چې د پولیسو او خلکو ترمنځ د واټن د ختمولو لپاره اساسي، خو اصولي اصلاحات مهم دي.
ښاغلي غني همداراز ویلي وو چې له دې وروسته به هېڅڅوک د فشار له مخې په امنیتي بنسټونو کې ونهګمارل شي او هغوی چې په واسطو او پیسو ګمارل شوي، په خپلو دندو کې پاتې راغلي دي.
له دې ټولو سره سره د کورنیو چارو وزیر وايي چې پولیس له ګڼو ستونزو سره ښې لاسته راوړنې هم لري.
ښاغلي برمک د سې شنبې د ورځې خبرې ناستې ته وویل چې په تېرو درېیو میاشتو کې په کابل کې د جنايي جرمنو کچه ۴۰ سلنه راټیټه شوې، خو بیا هم د ځینو امنیتي حوزو د مسؤلینو په اړه به هرو مرو تصمیم ونیول شي.
نوموړي همداراز یو ځل بیا هغو کسانو ته چې له قانوني جواز پرته وسلې لېږدوي، د خپلو وسلو د سپارولو په اړه خبرداری ورکړ.
د امنیتي چارو یو شمېر افغان کارپوهان بیا وايي، تر دې دمه د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو د راوستلو په اړه څرګندونې تر ډېره نمایشي دي.
د امنیتي چارو کارپوه یوسف امین ځاځی وایي:
"جنايي جرایم زیات شوي، قتل کېږي، غلاوې کېږي، تاسو فکر وکړئ، د کابل په هرو ۱۰ مترو کې یو غل ولاړ دی، په پولیسو کې ستونزې ډېرې دي، که چېرته دوی واقعاً غواړي چې بشپړ ثبات ټینګ شي، په کشفي او استخباراتي بنسټونو کې دې ژمن کسان په دندو وګماري."
د ښاغلي ځاځي په خبره، که څه هم په افغانستان کې روانه جګړه او نا امنۍ بېلابېل اړخونه لري، خو دا چې لومړی خپله پولیس په بشپړه توګه قانونمند شي او بیا قانون په ټولو یو شان پلی کړي، دغه مسئله به تر ډېره د ثبات له ټینګښت سره مرسته وکړي.
راپور: محمد حدیث پردېس