د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۵

پاکستاني سخت دریځو ته د اسرائیل د صدراعظم "نتانیاهو" خبرداری!


د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو له هند څخه د کتنې په ترڅ کې ژمنه وکړه چې له هغو پاکستاني سخت دریځو سره به حساب کوي چې په ممبی کې د ۲۰۰۸ کال په ترورېستي حملو کې یې یوه یهودي ښځه او مېړه وژلي و.

نتانیاهو هند ته د شپږ ورځني سفر په دوهمه ورځ نن په نوې ډېلي کې دغو حملو ته چې په پاکستان کې دېره د لشکر طیبه سخت دریځې ډلې ترسره کړې په اشاره وویل، بالاخره به موږ له قاتلینو سره حساب کتاب وکړو، خو په اوس وخت کې دا هم مهمه ده چې په راتلونکي کې د دا ډول قتلونو مخه ونیسو.

ښاغلي نتانیاهو وویل:

"هندیان او اسرائیلیان د ترورېستي حملو په درد ښه پوهېږي. موږ په ممبی کې دغه وحشیانه او مخوف عمل په یاد لرو. موږ غاښ چیچی وکړ. دفاع مو وکړه او تسلیم نه‌شوو."

په ممبی کې د حملې انځور
په ممبی کې د حملې انځور

هند د خپل سیمه‌ییز سیال پاکستان یو شمېر ادارې تورنې کړې چې د ممبی د حمله کوونکو ملاتړ یې کړی دی.

پاکستان که څه هم دغه تورونه ردوي، خو هند یې وروسته له هغې لا په قهر کړ چې په ۲۰۱۵ کال کې یې د ذاکرالرحمن لکوي په نوم چې ویل کېږي د دغو حملو د تنظیم شوې کړۍ مشر دی، د ۱۹۰۰ ډالرو ضمانت په بدل کې له زندانه ازاد کړ.

د اسرائیل صدراعظم چې له هند سره د اړیکو د پراختیا په هدف هغه هېواد ته تللی د دواړو هېوادونو اړیکې یې عالي وبللې او ویې‌ویل چې هغه یوې نوې مرحلې ته داخلې شوې دي.

نتانیاهو په نوې ډېلي کې د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې د هند له صدراعظم نرېندا مودي سره د دفاعي، سوداګرۍ او ترورېزم په وړاندې د مبارزې او هم د شراکت د پراخیدو لپاره د نویو برخو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د دواړو لورو ترمنځ د تېلو، ګازو، احیا کېدونکې انرژۍ، دفاعي، ملکي هوانوردۍ، د سایبري امنیت، په ګډه د فلمونو د تولید او پانګونې په برخو کې نهه قراردادونه هم لاسلیک شول.

له خبرو وروسته نتانیاهو له مودي سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې زموږ نننۍ خبرې د ګډ شراکت د پراختیا او د همکارۍ د پراختیا او همغږي کولو پر چارو څرخېدې.

دا هند ته د اسرائیل د صدارعظم په توګه د نتانیاهو لومړی سفر دی.

نتانیاهو او مېرمن‌یې ساره
نتانیاهو او مېرمن‌یې ساره

نتانیاهو له دې مخکې له خپلې میرمنې ساره سره یوځای د هند د ازادي غوښتونکي مشر مهاتما ګاندي له یاد څلي څخه کتنه وکړه او په دې ځای کې یې د ګلو ګېډۍ کېښوده.

د تکنالوژۍ، کرنې او دفاعي چارو یو ۱۳۰ کسیز پلاوی هند ته له نتانیاهو سره په دې سفر کې ملګرتیا کوي.

هند هر کال د یو ملیارد ډالرو په ارزښت له اسرائیل څخه وسلې پېري.

ټاکل شوې چې د اسرائیل صدراعظم د هند له اقتصادي پلازمېنې ممبی ښار، د هند د صدراعظم مودي له اصلي ټاټوبي ګجرات او په اګره ښار کې له تاج محل څخه هم لیدنې کتنې وکړي.

XS
SM
MD
LG