د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۰

نتانیاهو هند ته خپل سفر د دواړو هېوادونو په دوستۍ کې یوه نوې مرحله بللې


د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو چې په یوه شپږ ورځني سفر هند ته تللی، هڅه کوي چې له دې هېواد سره اړیکو ته پراختیا ورکړي.

نتانیاهو هند ته خپل سفر د دواړو هېوادونو په دوستۍ کې یوه نوې مرحله وبلله.

دا هند ته د اسرائیل د صدارعظم په توګه د نتانیاهو لومړی سفر دی.

هغه د یکشنبې په ورځ نوې ډېلي ته ورسېد.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو

نتانیاهو چې د سفر هدف‌یې له هند سره د سوداګرۍ او دفاعي اړیکو پیاوړتیا ده، دغه شپږ ورځنی سفر مهم او له هیله‌مندۍ ډک وباله او زیاته‌یې کړه:

"دا د هند او اسرائیل په لوړې دوستۍ کې د غوړېدو یوه نوې مرحله ده، دغه نوې مرحله اسرائیل ته د صدراعظم مودي په تاریخي سفر پیل شوه چې ډېر هیجان او لېوالتیا یې ایجاد کړه چې اوس زما په سفر سره دوام مومي، باید ووایم چې دغه سفر زما او زما د مېرمنې او د اسرائیل د ټولو خلکو لپاره له هیله‌مندۍ ډک دی. فکر کوم چې دغه سفر د دواړو هېوادونو د خلکو د سولې، سوکالۍ او پرمختګونو پر لورې د همکارۍ د پراختیا زېری ورکوي."

د هند صدراعظم نرېندرا مودي هند ته د اسرائیل د صدراعظم د سفر په دوهمه ورځ په نوې ډېلي کې د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې د خپل سیال تود هرکلی وکړ.

له دې مخکې نتانیاهو له خپلې مېرمنې ساره سره یوځای د هند د ازادي غوښتونکي مشر مهاتما ګاندي له یاد څلي څخه کتنه وکړه او په دې ځای کې یې د ګلو ګېډۍ کېښوده.

د ټکنالوژۍ، کرنې او دفاعي چارو یو ۱۳۰ کسیز پلاوی هند ته له نتانیاهو سره په دې سفر کې ملګرتیا کوي.

هند هر کال د یو ميلیارد ډالرو په ارزښت له اسرائیل څخه وسلې پېري.

تمه ده چې په دې سفر کې د سایبري امنیت، د فضایي او انرژۍ په برخو کې د همکارۍ قراردادونه لاسلیک شي.

ټاکل شوې چې د اسرائیل صدراعظم د هند له اقتصادي پلازمېنې ممبی ښار، د هند د صدراعظم مودي له اصلي ټاټوبي ګجرات او په اګره ښار کې له تاج محله هم لیدنې کتنې وکړي.

XS
SM
MD
LG