د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۱ کب ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۴۶

لاوروف په ٢٠١٧ کال کې د روسيې پر ډيپلوماتيک فعالیت غږېږي


په پام کې ده نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۵» په يوه کنفرانس کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف په ٢٠١٧ میلادي کال کې د روسيې پر ډيپلوماتيک فعالت خبرې وکړي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په ټويټر کې ليکلي چې د محلي او بهرنيو رسنيو لپاره دغه کنفرانس نن پر ځايي وخت سهار ۱۰ بجې په پام کې دى.

چارواکي وايي، لاوروف به په دغه کنفرانس کې د امريکا له متحده ايالاتو، اوکراين، ناټو، اروپايي ټولنې، سوريې او کوريا ټاپووزمې سره د اړيکو په ګډون پر ګڼو مسايلو خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې لاوروف د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په دوو غونډو کې د ګډون لپاره د پنجشنبې او جمعې په ورځو د امريکا په نيويارک کې وي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخارووا ويلي، د امنيت شورا په غونډو کې به د ويجاړوونکو وسلو د خپرېدو او د افغانستان پر وضعيت بحث وشي.

XS
SM
MD
LG