د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

نن شپه بارسلونا له ریال سوسیداد سره د لوبې ډګر ته ځي


د هسپانیا د لالیګا سیالیو په لړ کې نن شپه بارسلونا له ریال سوسیداد سره د لوبې ډګر ته ځي.

دغه لوبه د کابل پروخت د شپې ۱۲:۱۵ دقیقې ترسره کېږي.

د لالیګا په بله لوبه کې الویز له سیویا سره د کابل پروخت د شپې ۷:۴۵ دقیقې لوبه کوي.

د دغو سیالیو په لړ کې تېره شپه ویاریال ۱/۰ ریال مادرید ته په خپل کور کې ماتې ورکړه.

د لالیګا په بله لوبه کې تېره شپه ایبار ۰/۱ اتلتیکو مادرید ته لوبه وبایلله.

په دې ډول اتلتیکو مادرید د لالیګا جدول په دوهم کتار کې د ۴۲ امتیازونو په درلودو سره خپل ځای ټینګ کړ.

XS
SM
MD
LG