د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۴

رحمتي: د افغانستان د سکي ۷کسیزه لوبډله پاکستان ته روانه شوه


د افغانستان د سکي اووه کسیزه لوبډله د پاکستان د سکي په ژمنیو مقدماتي سیالیو کې د ګډون په هدف نن هغه هېواد ته روانه شوه.

د المپیک ملي کمېټې د نشراتو رئیس ګل حسین رحمتي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه ژمنۍ سیالۍ د پاکستان په کوربه توب په ګلګیت ښار کې ترسره کېږي چې له افغانستان نه په کې دوې نجونې،څلور نارینه لوبغاړي او یو روزنکی ګډون کوي.

ښاغلی رحمتي وايي، د دغو سیالیو هدف په جنوبي کوریا کې د المپیکي ژمنیو سیالیو ته چمتووالی دی.

نوموړی زیاتوي، په پاکستان کې د سکي ژمنۍ سیالۍ د اسیایي هېوادونو د ۱۲ لوبډلو په ګدون سره د روان مېلادي کال د جنورۍ په ۱۶ پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۲ دوام کوي.

XS
SM
MD
LG