د عراق صدراعظم حیدرالعبادي وايي چې د دې هېواد په راروانو پارلماني انتخاباتو کې به ځان کاندید کړي.
د دې انتخاباتو نېټه په تقریبي ډول د مې ۱۲ مه نېټه ټاکل شوې ده، خو د رایو د اخیستو ورځ به وروسته د پارلمان له خوا تائید شي.
ښاغلي عبادي نن وویل، دی به د بریا او اصلاحاتو په نوم نوی ائتلاف جوړ کړي چې د عراق د ټولو ولایتونو ساحوي کاندیدان به پکې شامل وي.
ښاغلی عبادي د انتخاباتو له لارې د صدراعظمۍ مقام ته نه دی رسېدلی بلکې په ۲۰۱۴ کال کې وروسته له هغه د دې دندې لپاره غوره شو چې پخوانی صدراعظم نوري المالکي د فشارونو په نتیجه کې د خپلې دندې پریښودو ته اړ شو.
العبادي او المالکي دواړه د دعوت ګوند غړیتوب لري.
دا ګوند له ایران سره د نېږدې اړیکو په لرلو تورن دی، خو څارونکي وايي چې العبادي د المالکي په پرتله د عراق له سني اقلیت سره ښه اړیکې جوړ کړي او د ایران له سیمه ییز سیال سعودي عربستان سره یې هم د عراق اړیکې ښه کړي دي.
عبادي ته همداراز د اسلامي دولت ډلې یا داعش پرضد په څلور کلنه جګړه کې د بریالیتوب امتیاز هم ورکول کېږي.
په انتخاباتو کې د عبادي سیال المالکي پرون وویل چې دی به د قانون د دولت په نوم د یوه بل ائتلاف له خوا ځان کاندید کړي.
مالکي اوس مهال په حکومت کې د مرستیال ولسمشر تشریفاتي دنده لري، خو د دعوت ګوند د مشر په توګه خورا زیات نفوذ او قدرت لري.
هغه د دعوت ګوند پر پلویانو غږ وکړ چې باید د ده او د عبادي د ائتلافونو ترمنځ یو غوره کړي.