د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

چارواکي: په کندهار کې په بېلابېلو پېښو کې ۲۷ وسله وال وژل شوي


په کندهار کې په بېلابېلو پېښو کې ۲۷ وسله وال وژل شوي دي.
د کندهار امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه يې د دغه ولایت پر غورک ولسوالۍ د وسله والو طالبانو يو بريد پر شاتمبولی او شااوخوا ۲۳ وسله وال يې وژلي دي .

چارواکي وايي، په عین وخت کې دوه وسله وال په تخته پل ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال او دوه نور وسله وال په ډنډ ولسوالۍ کې د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي .

د کندهار د پوليسو ویاند ضيا درانی وایي، وسله والو تېره شپه غوښتل چې د غورک ولسوالۍ یو شمېر امنیتي پوستې سقوط کړې چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شوي دي .

د دراني په خبره، د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په څو ساعته جګړه کې ۲۳ وسله وال وژل شوي او دوه پوليس ټپیان شوي چې له وسله والو څخه يو شمېر وسلې هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی
د کندهار د امنيې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی

ښاغلي دراني وویل:

"وسله والو تېره شپه یوه بجه زموږ د امنیتي ځواکونو پر پوستو حملې وکړې چي زموږ د سرتېرو د شدید عکس العمل سره مخامخ شول، جګړې تر ناوخته دوام وکړ، ۲۳ وسله وال ووژل شول چې جسدونه يې د جګړې په ډګر کې پاتې شوي."

درانی وايي، په عین وخت کي د تخته پل ولسوالۍ د مليد په سيمه کې هم د افغان ځواکونو په عملياتو کې دوه وسله وال وژل شوي او همدارانګه د ډنډ ولسوالۍ د جمال نيکه د زيارت په سیمه کې دوه نور وسله وال د خپل ماين په چاودنه کې له منځه تللي دي.

بل خوا د دولت وسله والو مخالفینو ادعا کړې چې په غورک او تخته پول ولسوالۍ کې یې شااوخوا ۱۵ پولیس وژلي او ټپیان کړي دي.

دا په تېره یوه اوونۍ کې د کندهار د ۳ ولسوالیو میوند، پنجوايي او غورک پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو درېیمه حمله ده .

د تېرې سې شنبې په شپه وسله والو د پنجوايي ولسوالۍ پر یوې امنیتي پوستې په حمله کې پنځه پولیس وژلي وو .

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG