د نوولس کلونو د کرکټ د نړیوال جام په ترڅ کې په نیوزیلنډ کې افغان لوبغاړو پاکستان ته د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
لومړی بیټنګ پاکستان وکړ چې په اته څلوېښتم اوور کې یې ټول لوبغاړي د یوسل او اته اتیا منډو په جوړېدو وسوځېدل.
د افغانستان له لورې په باولرانو کې عظمت الله او قیس احمد د پاکستان درې درې لوبغاړي وسوځول او د افغانستان په بیټسمینانو کې دروېش رسولي شپږ اویا منډې جوړې کړې او تر اخره ونه سوځېده.
د پاکستان په بیټسمینانو کې د نظر په نوم د سر یوه لوبغاړي یو اتیا منډې جوړې کړې دي، د اصف په نوم یوه بیټسمن دیرش منډې وکړې او نور اکثر لوبغاړي یې په لږو منډو اوټ شول.
افغانستان به په خپل ګروپ کې د سې شنبې په ورځ دوهمه لوبه له سریلانکا سره وکړي چې سریلانکا هم پیاوړی ټیم دی او د افغان لوبغاړو د خپل ګروپ وروستۍ لوبه له ایرلنډ سره د جمعې په ورځ ده.
د افغانستان له ګروپه به تر نیمه پایلوبې مخکې پړاو ته دوه لوبډلې ووځي او یوه به اوټ شي.