د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

د افغان کرکټ د غوره‎لیګ تړون له هندي شرکت "Snixer Sports" سره لاسلیک شو


د افغانستان د کرکټ د غوره‎لیګ یا پریمیرلیګ لوبو تړون پرون پنجشنبه له یوه هندي شرکت سره په کابل کې لاسلیک شو.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د افغانستان د کرکټ د غوره‎لیګ د لوبو لومړی پړاو سږکال په اکتوبر میاشت کې پیلېږي.

په افغانستان کې په تېرو څو کلونو کې د شپږېزې په نوم د کرکټ د سیالیو کلنۍ لړۍ هم ترسره کېږي.

د کرکټ بورډ د رسنیو د څانګې مشر لطف‎الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل چې د غوره‎لیک سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.

دی وايي:

"د شپږېزې کرکټ‎لیګ به د کورني کرکټ په چوکاټ کې پرځای پاتې کېږي. د افغانستان پریمیرلیګ د شل اورېزو لوبو بل نړیوال‎لیګ دی چې په متحده عربي اماراتو کې به ترسره کېږي."

د غوره‎لیګ د سیالیو تړون د افغانستان د کرکټ بورډ د مشر شکرالله عاطف مشعل او د سنیکسر سپورټس "Snixer Sports" په نوم د هندۍ کمپنۍ د استازي له‎خوا لاسلیک شو.

د کرکټ بورډ چارواکي هیله من دي چې دا لړۍ به هم افغان لوبغاړو ته د نړۍ له اتلو لوبغاړو سره د لوبېدو موقع برابره کړي او هم به د کرکټ بورډ لپاره د مالي عاید سرچینه شي.

XS
SM
MD
LG