د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۷ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۲:۳۳

په خوست کې د مرغانو والګي مثبتې پېښې تشخیص شوي دي


په خوست کې د کارغانو پرله پسې مړینې او په دې اړه پر ټولنیزه رسنیو د خلکو له اندېښنو وروسته څرګنده شوه چې په یاد ولایت کې کارغان او نور وحشي مرغان د انفلوانزا یا د مرغانو پر والګي اخته شوي دي.

چارواکي وايي، د کرنې او مالداري وزارت په لابراتوارونو کې د مړو شویو کارغانو د نمونې معاینې ښودلې چې یاد مرغان پر والګي اخته دي، خو تر اوسه په فارمونو، کورنیو چرګانو او انسانانو کې د دې ناروغۍ مثبت واقعات نه دي لیدل شوي.

د خوست د کرنې رئيس سمیع الله نصرت د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې له تېرو دوه نیمو اونیو راهیسې په یاد ولایت کې د کارغانو پرله پسې مړینې په خلکو کې اندېښنې راپورته کړې وې چې له بده مرغه په معایناتو کې د مرغانو والګی تشخیص شو.

ښاغلي نصرت زیاته کړه، دوی وتوانیدل د یادې ناروغۍ د کنټرول او عامه پوهاوي لپاره له کابله تخینکي ټیم راوغواړي او اړوند وزارت خپل امکانات د خوست په اختیار کې ورکړي.

د کرنې رئيس وايي، د وزارت مقام په پاملرنې د دوی اداره د وقايي په برخه کې په مجهزو وسایلو سمباله شوې او یاد مرض تراوسه صرف په وحشي مرغانو کې دی او فارمونو او کورنیو چرګانو ته يې سرایت نه دی کړی.

خوست ته د کرنې وزیر په لارښونه د یاد وزارت د صحت حیواني او مالدارۍ عمومي رئيس ډاکټر جهانګیر میاخېل په مشرۍ تخنیکي ټیم تللی دی.

ډاکټر جهانګیر میاخېل وايي چې د کرنې او مالدارۍ وزارت په لابراتوار کې په وحشي مرغانو کې د والګي ناروغي تثبیت شوې ده او دوی غواړي د خوست اوسیدونکو ته دا پیغام ورسوي چې خپل ماشومان او کورنۍ چرګان د دې مرض څخه وساتي.

د ده په وینا چې د والګي مرض مخنیوي په دې کېږي چې خلک مړه مرغان ژر تر ژره د خاورو لاندې پټ کړي او د کرنې ریاست ته دې خبر ورکړي.

ښاغلي میاخېل زیاته کړه، له یوه ځایه بل ځای ته د چرګانو لېږد رالېږد باید یوازې د کرنې ریاست په اجازه باندې وشي.

نوموړي اندېښنه وښوده چې دا د ټول هېواد ستونزه ده او ممکن نورو سیمو ته انتقال شي او حتی انسانان هم تر ګواښ لاندې راوستی شي.

د حیواني ناروغیو د برخې یو بل تن متخصص ډاکټر محمدخالد شهيوال چې د کرنې وزارت په پلاوي کې خوست ته راغلی وايي چې تر اوسه دا مرض صرف په کارغانو کې چې وحشي الوتونکي بلل کېږي موجوده ده، خو په فارمونو او کورنیو چرګانو کې د دې نښې نښانې نه دي لیدل شوي.

دی وايي، کورنیو چرګانو او فارمونو ته د دې مرض د احتمالي لېږد لپاره په اندېښنه کې دي او هڅه کوي چې مخکې له مخکې يې مخه ونیسي.

د مرغانو والګي یو بل خطر دا دی چې کله نا کله انسانانو ته هم سرایت کوي او د ډاکټرانو په وینا چې ناروغان يې ۶۰ سلنه د تلف کېدو خطر لري.

د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر ګل محمدالدین محمدي وايي چې په روانه میاشت کې ولایتي روغتون ته هغه ناروغانو چې تنفسي ناروغي يې درلودې ولایتي روغتون ته مراجعه کړې چې ۶۴ يې بستر شوي او څلورو ناروغانو ژوند دلاسه ورکړې او دوی يې نمونې د روغتیا وزارت مرکزي لابراتوار ته لېږلي، خو له ښه مرغه چې د مرغانو پر والګي د انسانانو مثبت واقعات تر اوسه نه دي ثبت شوي.

ښاغلي محمدي زیاته کړه، ټول هغه ناروغان چې تنفسي تکلیف لري، نږدې کلینکونو یا ولایتي روغتون ته دې مراجعه وکړي چې نمونې یې واخېستل شي.

د پروګرام په پای کې د خوست د مرکزي باغ د ونو له لاندې د موظفو کسانو له خوا چې ټول محافظوي تدابیر يې نیولي ول لسګونه مړه شوي کارغان راټول او وسوځول شول.

په یاد پروګرام د خوست مرستیال والي شیربادشاه ارګوني هم له خلکو وغوښتل چې د متخصصینو د لارښونو په رڼا کې د یاد ساري مرض په مخنیوي کې همکاري وکړي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG