د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

اروپايي ټولنې سفیر: د کابل-اسلام‌اباد د اړیکو ښه کېدا لپاره خپلې هڅې نه سپموو


په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او دغه‌شان د کابل او اسلام‎اباد د اړیکو د ښه کېدو د هڅو په دوام په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر وايي، غواړي په یادو مهمو برخو کې خپل رول ولوبوي.

په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر پیر میاودون د پنجشنبې په ورځ د سرینا ډیالوګ په نامه د رابلل شوې غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل، ډېر ژر به د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی د مهمو مسایلو لپاره اسلام‎اباد ته سفر وکړي.

دی وايي:

"ډېر ژر به زموږ ځانګړی استازی د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه د بحث لپاره اسلام‎اباد ته سفر وکړي او موږ به خپلې ټولې هڅې د اړیکو د ښه‎والي او دا چې د افغانستان ګاونډی هېواد په سیمه کې د ثبات د ټینګښت لپاره رول ولوبوي همغږي کړو او موږ به په دې برخه کې خپلې هېڅ ډول هڅې ونه‎سپموو."

ښاغلی میاودون دغه‌شان د اروپايي ټولنې له‎خوا د سولې د رابلل شوي ډیالوګ هدف په افغانستان او سیمه کې د سولې د پروسې د روان وضعیت ارزونه او د حل‎لارو معلومول په ګوته کړل.

په دغه ډیالوګ کې په کابل کې د مېشتو بهرنیو سفارتونو استازو او یو شمېر افغان چارواکو ګډون کړی و.

د یادونې وړ ده چې اروپايي ټولنه په داسې حال کې د کابل او اسلام‎اباد د اړیکو د ښه کېدو لپاره د هڅو د پیل خبره کوي چې له شاوخوا دوو کلونو راهیسې ډېرځله د افغانستان او پاکستان اړیکې ترینګلې وي.

د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه والی په سیمه کې د ثبات لپاره مهم بلل کېږي او مخکې تردې هم یو شمېر هېوادونو ورته سینه ډبولې وه، خو په دې برخه کې د اروپايي ټولنې هڅې ښايي په خپل ډول لومړنۍ وي.

په ورته وخت کې د افغانستان د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني دغه ډیالوګ ته په خپلو کې خبرو کې وویل، تر کومه چې په سیمه کې د افراطیت ریښیې وچې نه‎شي د سولې ټینګښت امکان نه‎لري.

نوموړی وايي، د حج او اوقافو وزارت به په افغانستان کې د یوې معتبرې دیني مرجعې په توګه په دې برخه کې خپل مهم رول ادا کړي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني
د افغانستان د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني

دی وايي:

"د ذهنیت جوړونې لپاره باید په جوماتونو، ښوونځیو او پوهنتونو کې کار وشي، ځکه که یو انسان خشن وي او له قضاوت پرته پریکړې کوي، ستونزې جوړولای شي، د سولې موضوع په فرد، کورنۍ او ټولنې پورې اړه لري."

د سرینا په نامه د سولې په ډیالوګ کې ځینې ویناوالو انتقاد وکړ چې لا هم د سیمې یو شمېر هېوادونه له دینې افراطیته په استفادې د سولې د پروسې پر وړاندې خنډونه جوړوي چې د مخنیوي لپاره یې د ټولې اسلامي نړۍ د اجماع جوړول ډېر مهم دي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG