د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

فطرت: پوځي قرارګاه کې د بلخ د نوي والي د معرفي کېدو په اړه اوازې بې اساسه دي


د بلخ د نوي والي ویاند هغه راپورونه ردوي چې ګوندي د انجینر محمد داوود د معرفي کېدو په اړه د بلخ په یوه پوځي قرارګاه کې چمتووالی نیول شوی دی.

رحمت الله فطرت وايي، ښاغلی داوود له پوځي لارې د کار د پیلېدو پلوي نه دی او نه هم تر اوسه ده ته داسې وړاندیز شوی دی.

دی وايي، د هغو ستونزو له امله چې موجودې دي دوی څه وخت د کار د پیلېدو اټکل نه شي کولای، خو په دې برخه کې ورته پوره ډاډ ورکړل شوی دی.

نوموړي زیات کړه:

"هغه اوازې چې شاهین قول اردو ته زموږ د تګ په اړه کېږي، موږ یې په بشپړ ډول ردوو، موږ په کابل کې یو او دا اوازې بې بنسټه دي، ځکه والي د والي په حیث ټاکل کېږي نه د قول اردو د قوماندان په حیث چې هلته دې کار پیل کړي."

له دې وړاندې ځينې خصوصي رسنیو د حکومت د ځينو باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی چې انجنیر محمد داوود به په نېږدې څو ورځو کې په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې خلکو ته معرفي او له هماغه ځایه به خپل کار پیلوي.

رسنیو که څه هم خپلې سرچینې نه دي په ډاګه کړي، خو له قوله یې لیکلي چې د حکومت لخوا د انجنیر داوود د ټاکل کېدو پرېکړه بېرته نه ګرځېدونکي ده.

د بلخ د نوي والي ویاند هم ازادي راډيو ته وویل اجرائیه رئیس او ولسمشر پر خپله پرېکړه ولاړ دي.

رحمت الله فطرت که څه هم وايي چې د حکومت او جمعیت اسلامي ګوند تر منځ د خبرو له پرمختګ دوی ته ډاډ ورکړل شوی دی، خو د جمعیت اسلامي ګوند یوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې دا خبرې ممکن ډېر وخت ونیسي.

د راپورونو له مخې د حکومت او جمعیت اسلامي ګوند تر منځ د خبرو پنځم پړاو تېره ورځ تر سره شو.

دا چې تر اوسه په دې اړه څه پرمختګونه شوي دي، د جمعیت اسلامي ګوند ډېر څه نه وايي، خو د دغه ګوند د ویاند مرستیال ذبیح الله فطرت ازادي راډيو ته وویل، خبرې په عادي ډول مخته ځي.

ذبیح الله فطرت
ذبیح الله فطرت

نوموړي زیاته کړه:

"داسې جزئیات نه لرو چې رسنییز شي ولې، د مذاکرو لړی دوام لري، خو په هغه حد کې نه یو چې رسنیو ته يي په اړه څه ووایو."

د بلخ د والي په توګه د انجنیر داود، د معرفي کېدو پرسر له تېرو دریو اونیو راهیسې ناندرۍ روانې دي.

دغه ناندرۍ وروسته له هغې پیدا شوې چې ارګ د عطا محمد نور استعفا منظوره خو خپله نور بیا دا استعفا منتفي او د نه منلو وړ وبلله.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG