د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۳۰ مرغومی ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۲۴

په غزني کې د پیازو او کچالو د ساتلو ۲۷ زېرمې جوړېږي


ټاکل شوې چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په غزني ولایت کې د پیازو او کچالو د ساتلو ۲۷ زېرمې جوړې کړي.

د غزني ولایت د صنایع او سوداګرۍ خونې رئیس عبدالمتین قلندري نن پنجشنبه ازادي راډيو ته وویل چې د پیازو او او کچالو د ساتلو هرې زېرمې ته ۲۲۴ زره افغانۍ بودجه ځانګړې شوې چې نوي په سلو کې د کرنې او مالدارۍ وزارت او لس په سلو کې يې د سیمې اوسېدونکي ورکوي.

ښاغلی قلندري وايي؛ دا زېرمې د یاد ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې جوړېږي او هدف يې د سیمې د بزګرانو د زراعتي حاصلاتو سمه ساتنه ده.

هغه وايي، له دې امله چې د دې ولایت بزګرانو د کرنیزو حاصلاتو او میوه جاتو د ساتنې په هدف په معیارونو برابرې سړې خونې نه درلودې بزګران اړ کېدل چې خپل حاصلات په کمه بیه ګاونډيو هېوادونو ته صادر کړي.

XS
SM
MD
LG