د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۸ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۲۲

د چین په ختیځ سمندرګي کې د یوې کښتۍ د اور وژنې هڅې وځنډول شوې


د ژغورنې ډلو د چین په ختیځ سمندرګي کې د تېلو لېږدولو په هغه ایرانۍ کښتۍ کې د اور وژلو هڅې پرون وروسته له هغې په موقت ډول وځنډولې چې په کښتۍ کې چاودنه وشوه.

په دغه کښتۍ کې له پنځو ورځو راهیسې اوربل دی او ۳۱ عمله یې تراوسه ترۍ تم ده.

د چین د ترانسپورت وزارت وویل چاودنه پرون هغه وخت وشوه چې ژغورونکو ډلو د اور وژلو لپاره اوبه شیندلې.

چارواکي دې ته هیله من دي چې ښایي د دې کښتۍ د عملې یوشمېر غړي ژوندي ومومي، خو دوی دا هم وایي چې په دغه کښتۍ کې بل شوی اور ښایي یوه میاشت دوام وکړي.

تراوسه د یوه کس مړی موندل شوی.

دغې کښتۍ چې د جنوري په شپږمه یې د شانګهای سواحلو ته نېږدې له یوې باروړونکي چینایي کښتۍ سره ټکر کړی، د تېلو د خورېدو له امله یې د چاپېریال د ککړتیا د یوه ناورین خطر زیات کړی دی.

XS
SM
MD
LG