د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۴ سلواغه ۱۳۹۶ کابل ۰۲:۰۱

د فرانسې له یوه مشهور هوټل نه قیمتې ګاڼې غلا شوي


د فرانسې پولیس وایي، وسله والو غلو پرون د پاریس له یوه مشهور هوټل څخه د څلورنیم میلیون ایرو په ارزښت قیمتي ګاڼې غلا کړې.

پولیسو وویل، غلو د پاریس ریتز هوټل د قیمتي ګاڼو د هټۍ ښیښه یي ویترین چې ګاڼې پکې ایښودل کېږي مات کړ او یو شمېر ګاڼې او نور قیمتي شیان یې له ځان سره یووړل.

درې غله د پېښې په ځای کې سمدستي نیول شوي خو لږترلږه دوه نور لادرکه ده.

پولیسو وویل، په دې پيښه کې چاته زیان نه دی رسېدلي خو غلاشوې ګاڼې او نورشیان بېر ته نه دي موندل شوي.

ریتز هوټل چې په ۱۹ لسیزه کې جوړ شوی، له څلور کلن ترمیم وروسته په ۲۰۱۶ کال کې بیا فعال شوی او د لاتیني امریکا د مشهور لیکوال ایرنست همنیګوي په ګډون یوشمېر مشهورې څېرې یو وخت پکې اوسېدلې.

XS
SM
MD
LG