د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۸ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۱۳

په غور کې د وحدت او هریرود فوټ‌سال لوبډلې سره لوبه کوي


د غور د فوټ‎سال سیالیو په لړ کې نن چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۰» د وحدت او هریرود لوبډلې سره لوبه کوي.

د دغه ولایت د ورزشي فدراسیون امر امیر محمد نن چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۰» ازادي راډیو ته وویل چې د دغو لوبو په پرونۍ لوبه کې د اطلاعاتو ټیم ۱۸/۳ د رسنیو ټیم ته ماتې ورکړه.

ښاغلی امیر محمد وايي، دغه سیالۍ د غور د فوټ‎سال ۱۰ غوره لوبډلو ترمنځ کېږي.

نوموړی د دغو سیالیو هدف ملي لوبډلې ته چمتووالی او هم د غور منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل یاد کړل.

د غور د فوټ‌سال سیالۍ د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ پیل او ۲۰ ورځې دوام کوي.

XS
SM
MD
LG