د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۵۸

تر راتلونکو ۲ ورځو په بلخ کې د سوک‎وهنې سیالۍ پیلېږي


تمه ده تر راتلونکو دوو ورځو پورې په بلخ ولایت کې د سوک‎وهنې سیالۍ پیل شي.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش رئیس محمد ابراهیم عثماني نن چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۰» ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې د مزار شریف له بېلابېلو کلپونو څخه ۱۰۰ لوبغاړي ګډون کوي.

ښاغلي عثماني د دغو سیالیو هدف د بلخ د سوک‎وهنې منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو پېژندل یاد کړل.

دغه سیالۍ د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۳» پیلېږي او درې ورځې دوام کوي.

XS
SM
MD
LG