د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

مکرون: د یوه کمربند یوې لارې په پروژه کې باید اروپا ته هم ونډه ورکړل شي


د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون وايي، د چین د یوه کمربند یوې لارې په ټرانزیټي پروژه کې باید اروپا ته هم ونډه ورکړل شي.

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون نن دوشنبه په شیان ښار کې د وینا پرمهال له اروپايي هېوادونو وغوښتل چې د یو کمربند یوې لارې په ستره پروژه کې برخه واخلي، خو ښاغلي مکرون د چین د پراختیا غوښتنې یا هژموني په اړه هم خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د ورېښمو لارې هېڅکله یوازې د چین نه وې او زیاته یې کړه چې د دې لارې معنا شراکت دی او ځکه یې د ورېښمو لارې بولي چې یوه لاره نه ده.

مکرون چین ته خپل رسمې سفر د ولسمشر شي جین پینګ د رسمي مېلمه په توګه له شیان ښار څخه چې د یوه کمربند یوې لارې د پروژې ختیځه دروازه بلل کېږي، پیل کړ.

هغه وویل، داسې نشي کېدای چې هغه هېوادونه چې په دې پروژه کې شامل دي، په حاشیه کې پاتې شي او زیاته یې کړه چې په دې پروژه کې ټول شامل هېوادونه باید متوازنه ونډه ولري.

د چین ولسمشر شي جین پینګ د تېرکال په مې میاشت کې د یو کمربند یوې لارې د پروژې پیل اعلان کړ.

د راپورونو له مخې، د دې پروژې پر تاسیساتو نېږدې یو تریلیون ډالر لګښت راځي.

له دې سره په اروپا کې ځینې شکونه رامنځته شول چې ګنې چین په نړۍ کې د خپل اقتصادي قدرت د پراختیا هڅه کوي.

د ولسمشر شي په نوښت د یو کمربند یوې لارې د پروژې رغونه په ۲۰۱۳ میلادي کال کې پیل شوه.

د چین ولسمشر شي جین پینګ
د چین ولسمشر شي جین پینګ

د دې پروژې هدف له جنوب ختیځې اسیا، پاکستان، منځنۍ اسیا وړاندې له منځني ختیځ، اروپا او افریقا سره د ځمکې او سمندر له لارې د چین وصلول دي.

د فرانسې ولسمشر چې مېرمن یې بریژیت مکرون هم ورسره ده، په لومړۍ ورځ د چین او فرانسې د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې راتلونکې، فرانسې، اروپا او چین ته اړتیا لري.

هغه ژمنه وکړه چې په کال کې یوځل به حتماً چین ته سفر کوي.

XS
SM
MD
LG