د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۲۴

د فوټبال بارسلونا لوبډلې د لالیګا جدول په سر کې لومړی ځای خپل کړ


د اسپانیا د لالیګا سیالیو په لړ کې تېره شپه بارسلونا «۳/۰» لونتي ته په ماتې سره یو ځل بیا د لالیګا جدول په سر کې لومړی ځای خپل کړ.

دغه سیالۍ چې د بارسلونا په کوربه‎توب د نیوکمپ سټډیوم کې ترسره شوه، د بارسلونا لپاره لیونل مسي، سوارز او پایولینیو ګولونه ووهل.

د دې سیالیو په جدول کې بارسلونا د ۴۸ امتیازونو په درلودلو اول، اتلتیکو مادرید ۳۹ امتیازونو په لرلو دوهم او ریال مادرید بیا په دې جدول کې څلورم ځای لري.

دغه‌راز د لالیګا د تېرې شپې په نورو لوبو کې ریال بټیس «۵/۲» سویا، لیګانس« ۱/۰» ریال سوسېډاډ او اتلتیکو بیلباوو «۲/۰» الویز ته ماتې ورکړه.

خو دیپورتیوو او ویاریال لوبه «۱/۱» مساوي کړه.

XS
SM
MD
LG