د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې بنګله‎دېش ته ماتې ورکړه


د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې د ۲۰۱۸ میلادي کال د نړیوال جام سیالیو ته د تیاریو په یوه تمریناتي لوبه کې د بنګله‎دېش د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۸» ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبډلې په دغه ۵۰ اوریزه تمریناتي سیالۍ کې پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه‌یې وکړه او مقابلې لوبډلې ته‌يې ۲۰۶ منډې هدف وټاکه.

ښاغلی هوتک وايي چې په دوهمه پاڼه کې د بنګله‎دېش ۱۹ کلنو ځوانانو ونه‎شوی کړای یاد هدف پوره کړي او د سیالۍ په ۴۱م اوور کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۰ منډې وکړې او دا سیالۍ يې افغان لوبډلې ته د ۵۶ منډو په توپیر وبایلله.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډله خپله دوهمه تمریناتي لوبه د روان میلادي کال د جنوري په ۱۰ له نامیبیا سره لري.

XS
SM
MD
LG