د لښکرګاه ۴۰ جریبه ځنګل تېره شپه د ناڅرګندو کسانو لخوا سوځېدلی دی.
که څه هم د اور لګېدنې اصلي دلیل نه دی معلوم، خو ویل کېږي یاد ځنګله ته په ډېر سیستماتیک ډول اور اچول شوی دی.
په دې وروستیو کې د دغه ځنګله په منځ کې د سړکونو او امنیتي ټاورونو د جوړولو کار هم پیل شوی و.
سیلانیان او محصلین چي د ځنګله له منظرو يې ګټه اخیستل په دې کار خفه دي.
داچې د کرنې ریاست په دې اړه نور څه وايي، په اړه یې د محمد الیاس داعي راپور واورئ: