د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۳

ټرمپ د پاکستان له مرستې پرته افغان جګړه پر مخ بیولی شي؟


U.S. -- In this Sunday, Dec. 31, 2017 file photo, President Donald Trump speaks with reporters as he arrives for a New Year's Eve gala at his Mar-a-Lago resort, in Palm Beach, Fla
U.S. -- In this Sunday, Dec. 31, 2017 file photo, President Donald Trump speaks with reporters as he arrives for a New Year's Eve gala at his Mar-a-Lago resort, in Palm Beach, Fla

ګڼو لویدیځو ورځپاڼو د ولسمشر ټرمپ د ادارې له‎خوا پر پاکستان د امریکا د پوځي مرستو پر بندېدو، د دواړو هېوادونو پر اړیکو او پر سیمه یې پر اغېزو لیکنې کړې.

  • لاس انجلس ټایمز

په دې لړ کې لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې یو لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی "ایا ټرمپ د پاکستان له مرستې پرته افغانستان کې جګړه پر مخ بیولی شي؟"

ورځپاڼه په افغانستان کې د ولسمشر ټرمپ له‎خوا د امریکايي سرتېرو د شمېر زیاتېدو او دغلته د امریکا د نوې ستراتیژۍ یادونه کوي او وايي، په وچه کې پراته افغانستان ته د ناټو او امریکايي سرتېرو لپاره د اکمالاتو رسولو دوه لارې دي چې یوه د پاکستان له لارې ده چې تر دې مخکې په افغانستان کې مېشتو د ناټو په مشرۍ ځواکونو کارولې او بله هم د منځنۍ اسیا له هېوادونو تېرېږي چې کارول یې څو چنده ګران او له روسیې سره جوړجاړی غواړي.

لاس انجلس ټایمز د بارک اوباما پر وخت د امریکا د ملي امنیت د شورا د پاکستان د څانګې د مشرې شمیلا چوهدري له خولې وايي:

"که ټرمپ غواړي په افغانستان کې سرتېري زیات کړي، زه ګومان نه‎کوم چې هغه به له پاکستان سره په دې ناندریو کې ځان ښکېل کړی شي."

لاس انجلس ټایمز د یو شمېر څېړونکو له خولې وايي، د پاکستان او امریکا په اړیکو کې د وروستۍ ترینګلتیا سربېره به پاکستان د امریکا د مرستو دې بندیز ته د خبرو اترو د یو تکتیک په سترګه وګوري، نه له امریکا سره د اړیکو د پای ته رسېدو په سترګه.

ورځپاڼه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د یوه چارواکي له خولې چې نوم یې نه‎دی یاد شوی وايي:

"موږ هیله لرو چې پاکستان به زموږ دې اقدام ته د اړیکو د نورو خرابېدو د مخنیوي لپاره د یو فرصت په سترګه وګوري او دوی به زموږ سره د محکمو ګامونو د اخېستو لپاره کار کولو ته ژمن شي."

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د پاکستان په اړه د امریکا د نویو اقداماتو په اړه په یوې لیکنې په پاکستان کې د اپوزیسیون د یو مخکښ سیاستوال عمران خان دریځ ته اشاره کړې چې له ډېرې مودې راهېسې په سیمه کې د امریکا پر دریځ انتقادونه کوي، عمران خان له پاکستانه غوښتي چې له امریکا سره دې ټولې ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړي او همدارنګه یې د پاکستان د ځمکې او هوا له لارې د ناټو د اکمالاتو د لارو د بندېدو غوښتنه کړې.

ورځپاڼه وايي، عمران خان د پاکستان د بهرنۍ او دفاعي پالیسۍ په اړه تل داسې دریځ نیسي چې د پاکستان د پوځ دریځ ته نژدې وي.

  • ايکانوميک ټایمز:

ايکانوميک ټایمز خپرونې بیا د یو امریکايي چارواکي له خولې ویلي:

"موږ په افغانستان کې د خپلو سرتېرو سره د ارتباطاتو پلانونه له خطر سره مخ کوو.خو موږ پر دې غور کوو چې له دې ستونزو سره به څنګه چلند کوو؟ یوه مسئله چې موږ پرې پرله‎پسې غور کوو، هغه د لاس رسي مسئله ده. پخوا هم په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ میلادي کلونو کې داسې وختونه راغلي چې پاکستان زموږ لپاره د ارتباطاتو مځکني لارې تړلې وې."

خپرونې د دې امریکايي چارواکي له خولې ویلي:

"دې کې شک نه‎شته چې افغانستان په وچه کې پروت هېواد دی، خو موږ ورته د لاس رسي لپاره انتخابونه لرو چې غور پرې کوو او ارزوو یې."

دې امریکايي چارواکي هیله ښودلې چې دوی پاکستان سره کار کولو ته دوام ورکړي، د اکمالاتو په برخه کې به پاکستان همکارۍ ته دوام ورکړي.

ایکانوميک ټایمز د دې امریکايي چارواکي له خولې زیاته کړې، افغانستان ته د اکمالاتو نورې لارې اسانه نه‎دي خو ناممکنه هم نه‎دي.

XS
SM
MD
LG