د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۵ غویی ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۰۸

په کابل کې د لومړي ځل لپاره د وسپنې د ویلي کولو یوې فابریکې کار پيل کړ


په کابل کې د لومړي ځل لپاره د خان سټيل په نوم د وسپنې ویلي کولو یوې لويې فابریکې په کار پيل کړ.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د فولادو له صنعته هدف دا دی چې افغانستان د فولادو واردوونکي پر ځای صادروونکی هېواد شي.

ولسمشر غني دغه څرګندونې د شنبې په ورځ د خان سټيل په نوم د تعميراتي وسپنې ویلي کولو د فابريکې په پرانېستغونډه کې وکړې او ویې ویل چې د صنعت په برخه کې د خصوصي سکټور پانګونه د هېواد د اقتصادي پراختیا تر څنګ، زیات شمېر خلکو ته کاري زمينه برابروي.

ښاغلي غني دغه شان وويل، حکومت تل د خصوصي سکټور ملاتړ کړی او د دوی د پانګونې د لاپراختیا لپاره يې فرصتونه برابر کړي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ښاغلي غني وویل:

"سږکال د خدای په فضل زموږ د فولادو توليد د شپږو فابریکو له خوا ۲۲۰ زرو ټنو ته رسېدلی، نن مو چې د یوې ګټورې پانګونې بېلګه وليده، هيله لرم چې د افغانستان خلک دا خپله سرمایه وګڼي، له دې نه مې د افغانستان خلکو ته هدف دا دی چې د خصوصي سکټور پانګونه مضره او غلطه ونه ګڼي، ملي پانګونه دې یې وګڼي، د هرې فابریکې په ساتنه کې هر افغان مسؤل دی چې د خپل ځان په شان یې ساتنه وکړي."

ښاغلي غني وویل، افغانستان زیات خام مواد لري چې له دې وروسته فابریکې په ځانګړي ډول، د اوسپنې د ویلې کولو خان سټیل فابریکه کولای شي چې له دغو موادو په خپلو تولیداتو کې استفاده وکړي.

د خان سټیل په نوم د وسپنې د ویلې کولو دا فابریکه د ۳۰ ميلیونو ډالرو په ارزښت د یو افغان پانګوال له خوا د کابل په صنعتي پارک کې جوړه شوې ده.

له دې وړاندې ځينو سوداګرو او پانګوالو په افغانستان کې د لازمو اسانتیاو لکه د ځمکې، برښنا، امنیت او ځیني نورو هغو له نه شتونه شکایت درلود.

په ورته وخت کې د خان سټېل فابریکې مشر خان محمد وايي، دا فابریکه د وسپنې ویلې کولو ټولې چارې په معیارې ډول تر سره کوي.

ښاغلي وردګ وویل، د دغې فابریکې تولیدات به د ودانیزو چارو له درکه د هېواد ۳۰ فیصده اړتیاوې پوره کړي.

نوموړي وویل:

" اوس د افغانستان د خان سټیل په نوم فابریکه کولای شي په سلو کې ۲۵ تر ۳۰ پورې تعمیراتي سیخونه تولید کړي، په دې تولید سره موږ کولای شو چې په کال کې له افغانستانه د میلیونونو ډالرو د وتلو مخه ونیسو او که لا زیات خام مواد زموږ په واک کې راکړل شی، موږ به په هرو ۲۴ ساعتونو کې خپل تولیدات ۴۰۰ ټنو ته لوړ کړو ."

د ښاغلی ودرګ په وینا، د دغې فابریکې له فعالیت سره ۵۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شوې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، که حکومت د خصوصي سکټور ملاتړ وکړي او ورته د پانګونې زمینه ورته برابره کړي، زیات شمېر افغان سوداګر لېوال دي چې په دغه هېواد کې پانګونه وکړي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG