له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت غواړي چې خپل پروګرامونه ارزيابي کړي.
دغه وزارت د هېواد په څلورو حوزو کې له خلکو په تېره بيا بزګرانو سره مشورې کوي او د دې هدف لپاره غونډې جوړوي چې له نشهيي موادو سره د مبارزې په برخه کې د عامو خلکو ملاتړ تر لاسه کړي.
له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت «له نشهيي موادو سره د مبارزې پر اساسي حل لارو» په نوم لومړی پروګرام د پنجشنبې په ورځ له هرات ولایت څخه پیل کړ او په پام کې لري چې دا لړۍ د هېواد ۳ نورو حوزو ته هم وغځوي.
له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت ویاند حنیف دانشیار د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دې پروګرامونو کې به له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت د رهبرۍ تر څنګ ولایتي مسئولین، بزګران او عام خلک هم ګډون وکړي، دوی به د کوکنارو د کښت او نشهيي موادو د تولید سره د مبارزې په برخو کې، پر وړاندې شویو نظرونو او وړاندیزونو بحث وکړي.
نوموړي وویل:
"په مجموع کې له نشهيي موادو سره د مبارزې په برخه کې د خلکو پر ګډون بحث کېږي او سیمهییزو چارواکو ته مسؤلیت ورکول کېږي چې له نشهيي موادو سره د مبارزې په برخه کې خلکو ته ونډه ورکړي. په دې برخه کې تدابیر نیول شوي چې د نشهيي موادو عمده مرکزونه په نښه شي، په دې برخه کې به له خلکو څخه مرسته غوښتل کېږي او هڅه کېږي چې دا بریدونه جانبي عوارض ونهلري او عامو خلکو ته زیان ونهرسېږي."
ښاغلي دانشیار زیاته کړه، په دې وروستیو کې د افغانستان حکومت پرېکړه کړې چې د نشهيي موادو پر کارخانو باندې نظامي بريدونه ډېر کړي، له دې امله باید هڅه وشي چې د دې پروګرام په بهير کې د هوايي بریدونو د جانبي عوارضو د مخنیوي په برخه کې هم عامو خلکو ته پوهاوی ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت له څو کلونو راهيسې د کوکنارو د کښتونو اړولو ترڅنګ، د نړیوالې ټولنې په مرسته د هېواد په کچه د میلیونونو ډالرو په ارزښت د معيشت بدیل پروګرامونه پلي کړي او له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت د دې پروګرامونو له نتايجو څخه تر يوه بريده خوښ دی، خو بزګران بیا د معيشت بدیل معیشت پروګرام ګټور نهبولي او د عملي اقداماتو غوښتونکي دي.
د نشهيي موادو کارپوه او له نشهيي موادو سره د مبارزې په برخه کې د خصوصي سکټور د پروګرامونو پخوانی مدیر حاجي محمد نصیب په دې باور دی چې د افغانستان حکومت او نړیوالې ټولنې په تېرو ۱۶ کلونو کې له نشهيي موادو سره د مبارزې د پروګرامونو ترمنځ لازمه هماهنګي نهشته، ځکه نو پروګرامونه هم چندان مؤثر نهدي.
ښاغلی نصیب وړاندیز کوي چې له نشهيي موادو سره د مبارزې پر پخوانۍ پالېسۍ دې له سره کتنه وشي او له بزګرانو سره په همغږۍ دې یوه عملي ستراتېژي چمتو شي.
ښاغلی نصیب زیاتوي:
"له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت باید پر خپلو پخوانیو پرواګرامونو له سره غور وکړي او د دې پروګرام په ترڅ کې دې د افغانستان بزګرانو ته د نظر څرګندولو حق ورکړل شي، همداراز دې په راتلونکو پروګرامونو کې بزګرانو ته پورونه ورکړل شي او داسې بدیل کښت دې په پام کې ونیول شي چې بزګرانو ته ښه او ګټور حاصلات ورکړي او دې کښتونو ته دې بازار موندنه هم وشي."
له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت د بدیل معیشت د پرواګرامونو د تطبیق په لاره کې نا امني ستر خنډ بولي.
خو ښاغلی نصیب بیا وړاندیز کوي چې نړیواله ټولنه او د افغانستان دولت باید له نشهيي موادو سره د مبارزې په لاره کې د امنیتي خنډونو د لیرې کولو لپاره جامع او هر اړخيزه امنیتي ستراتېژي جوړه او د بزګرانو او د خلکو د اړتياوو په پام کې نیولو سره دې د معیشت بدیل په برخه کې عملي پالېسي چمتو شي.
راپور: مرسلین ارسلا