محمد عارف په ۲۴ کلنۍ کې په نشه اخته او ۹ کالهیې بېلابېلې نشې وکړې، خو د يوه پېغور له املهيې د نشې پرېښودلو کلک هوډ وکړ، د معتادینو په یوه روغتون کې بستري شو او تر جوړېدو وروسته اوس د خیاطۍ دکان لري.
د خیاطۍ په دې وړوکي دکان کې ۳۳ کلن محمد عارف کاکړ له خپلو پنځو شاګردانو سره په کار لګیا دی او ښځینه جامې ګنډي.
دا په ونه لوړ ځوان چې تر ۹ کاله وروستهيې نشه پرېښې او اوس روغ شوی، په خندنۍ څېره وايي چې د ټولنې بد چلند او د ده واړه زوی ته د کوڅې د ماشومانو پېغورونو دې ته اړ کړ چې نشه پرېږدي.
نوموړي وویل:
"له بدو انډیوالانو سره معرفي شوم، ماتهیې ویل چې نشه وکړه. زما ژوند او کاروبار ټول راڅخه ولاړ، یوه ورځ په کوڅه کې زما زوی ته چا ناره کړه چې پلار دې پوډري دی، دا خبره ډېره بده راباندې ولګېده. تصمیم مې ونیو چې عمل خوشې کړم، درې میاشتې په روغتون کې بستري شوم، د کورنۍ کوښښ ډېر راسره و، هر څه چې مې غوښتل دوی به راکول، اوس مې اقتصاد ښه شوی او د رخت کاروبار کوم. زه داسې فکر کوم لکه تازه چې له موره پیدا شوی یم."
کله چې محمد عارف د معتادینو روغتون ته ولاړ، نو ډېر په بد حالت کې و، د معتادينو د درملنې يوه اجتماعي کار کوونکي ملکزي رسولي وویل، کله چې محمد عارف روغتون ته راغی، نو ډېر ډنګر شوی و او يوازې ۴۰ کېلو وزنیې درلود.
ښاغلي رسولي زیاته کړه:
"دا مریض په ډېر بد حالت کې و، غیر نورمال حرکتونهیې کول، حفظالصحهیې سمه نهوه. موږ ورته عامه پوهاوی او د خپلې شفاخانې په اړه معلومات ورکړل، دلته زموږ کوم شرایط چې وو، هغهیې ومنل او له هغه وروسته دلته بستري شو. دی چې موږ لومړی وزن کړ، ۴۰ کېلو و. موږ سرهیې په دیني او اجتماعي درسونو کې برخه اخیسته، ورځ په ورځ ښه کېده، بله میاشتیې وزن ۶۵ کېلو شوی و، دی یو تکړه خیاط و، موږ یې کورنۍ راوغوښته او د مرستې غوښتنه مو ترې وکړه، هغه تهیې دکان ورجوړ کړ، اوس روغ دی او خپلې ټولنې ته خدمت کوي."
محمد عارف اوس د خپلې سیمې وتلی خیاط دی، په دکان کې یې پرېمانه جوړې شوې جامې راځړېږي او د څنګ خیاطانو په پرتله، د ده مراجعین ډېر دي.
سمیعالله چې د محمد عارف دکان تهيې خپلې جامې د ګنډلو لپاره راوړي، وايي چې د دې خياط له کاره راضي دی.
سمیعالله وویل:
"زه استاد عارف جان ته کالي راوړم، ښه استاد دی، پخوانی خیاط دی، له موږ سره ښه چلند کوي، ښه کالي راته ګنډي، ارزانهیې ګنډي، دی زموږ کورنی خیاط دی، پنځه کاله کېږي چې موږ استاد عارف جان ته کالي راوړو."
محمد عارف اوس له اولادونو او د کورنۍ له غړو سره خندانه او خوشاله ژوند کوي، خو پخوا د کورنۍ د اوږو پېټی بلل کېده.
د عارف ورور ذبیحالله چې له ده سره په دکان کې شاګرد دی، وايي چې پخوا بهيې په کور کې جنجال کاوه، له دې امله زموږ ټولو بد ځینې راتلل.
دی وایي:
"عارف جان مخکې عمل کاوه، کله چې به کور ته راغی، جنجالیې کاوه، ځکه پیسې نهوې چې ده ته مو ورکړې وی. هره ورځ چې بهیې روپۍ اخیستې، په بده لاره کې بهیې لګولې، اقتصاد مو خراب و، اوس چې یې عمل خوشی کړی، اوسیې چلند ښه شوی دی، دکان لري، دوستانیې پوښتنه کوي، اوس چې کار کوي، خپلو اولادونو تهیې ورکوي، په جنازه او ناستو کې ګډون کوي او له خلکو سره سیالي او شریکي کولای شي."
که څه هم نشه د سريښو ډنډ ته ورته ده چې ترې راختل او ځان ترې خلاصول سخت کار دی، خو بیا هم که ځوانان کلکه اراده ولري، د کورنۍ غړي یې وهڅوي او مرسته ورسره وکړي، نو د نشې د تورې بلا له منګولو ځان خلاصولای او د محمد عارف غوندې بېرته خپل پخواني ژوند ته راګرځېدلای شي.
راپور: محمد اياز ترنک