فيلیپ سیمونز به له راتلونکې اوونۍ د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه کار پیل کړي.
سیمونز چې یو وخت د ویست انډیز لوبغاړی و، د ایرلنډ، زیمبابوې او ویسټ انډیز د ملي لوبډلو د روزونکي په توګه هم کار کړی دی.
د افغانستان د کرکټ بورډ مرستیال ویاند شرف الدین شاکر تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، سيمونز ښه تجربه لري.
نوموړي زیاته کړه:
"د جنورۍ په ۸ مه به په دوبۍ کې زموږ د ملي لوبډلې په کمپ کې له افغان لوبغاړو سره د روزونکي په توګه تمرینونه پیل کړي."
سيمونز یوه موده له افغان ملي لوبډلې سره کار کړی او د شاکر په وینا، له افغان ټیم سره د کار تجربه لري.
کله چې سيمونز د زیمبابوې لوبډلې روزونکی و، دا ټیم یې د ۲۰ اوریز جام اتلولۍ ته ورساوه.