د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۸

میدان وردګو او غزني ته د ۲۲۰ کېلو ولټه برښنا د انتقال پروژه پرانیستل شوه


میدان وردګو او غزني ولایتونو ته د ۲۲۰ کېلو ولټه د برښنا د انتقال پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې ميدان وردګو او غزني ولایتونو ته د برښنا د پروژې له انتقال سره به په یادو ولایتونو کې زرګونه کورنۍ له برښنا برخه‌مندې شي.

ښاغلي غني د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۴» د دې پروژې د ګټې اخیستنې په مراسمو کې په ټینګار سره وویل چې د دوی د هڅو هدف د خلکو د کورونو روښانه کول او د برښنا له لحاظه په ځان بسیاینه ده.

ښاغلی غني وايي، افغانستان اوس د سیمې د هېوادونو ترمنځ د برښنا د ټرانزیت په مرکز د بدلېدو په حال کې دی.

ولسمشر غني
ولسمشر غني

ښاغلي غني زیاته کړه:

"ان‌شاءالله ډېر ژر به له ترکمنستانه د برښنا په بیو کې کموالی راشي. زموږ ژمنه دا ده چې ۱۱ ولایتونو ته به بنسټیز پام کېږي څو توازن رامنځته شي. دوهم دا چې غواړو له وارداتو څخه د ځان بسیاینې خوا ته ولاړ شو او د سیمې د ټرانزیت په مرکز بدل شو. یوازې زموږ هدف په ځان بساینه نه، بلکې ان‌شاءالله د ټرانزیت له لارې به زموږ ډېرې پروژې تمویل شي."

د دې پروژې د ډیزاین او سروې کارونه په ۲۰۱۴ مېلادي کال د امریکا د متحده ایالاتو د پرمختیايي ادارې د ۱۰۵میلیونه امریکايي ډالرو په مالي لګښت د یو هندي شرکت له لوري پیل شوي وو.

ښاغلي غني همداراز ټینګار وکړ چې له میدان وردګ او غزني وروسته به د ننګرهار، کونړ، کندهار، زابل، بامیان او دایکنډي ولایتونو اوسېدونکي هم د برښنا څښتنان شي.

په ځان بسیاینه، له کورنیو منابعو ګټه اخیستل، له برښنا څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې د ولایتونو ترمنځ تعادل، د برښنا د بیو کموالی، د برښنايي پروژو د امنیت تأمين، اداري اصلاحات او د فساد له‌منځه وړل هغه هڅې دي چې افغان ولسمشر پرې ټینګار کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د برښنا شرکت رئیس امان‌الله غالب په یادو مراسمو کې د دې پروژې په اړه وویل چې د راتلونکي کال تر وروستیو پورې به غزني ته نوره برښنا هم انتقال شي.

امان الله غالب
امان الله غالب

نوموړي زیاته کړه:

"نن ورځ موږ د چمتلې او ارغندې له مسیره میدان وردګو او غزني ولایتونو ته د ۲۲۰ کېلو ولټه برښنا د پروژې د انتقال او د میدان وردګو د سید اباد او غزني په ښار کې د دوه سب سټېشنونو د پرانیستې شاهدان یو. ژمنه کوو چې د ۱۳۹۷ لمریز کال تر وروستیو به د غزني ښار ته ۲۵ مېګا واټه برښنا ورسوو."

که څه هم اوس‌مهال افغانستان د زیاتې وارداتي برښنا څښتن دی، خو حکومت او په ځانګړي ډول افغان ولسمشر محمد اشرف غني ټینګار کوي چې په کور دننه د برښنا د توليد لپاره هڅې روانې دي.

د دې ټولو سره سره د خلکو استازي او د غزني او میدان وردګو د ولایتي شورا غړي د دې پروژې هرکلی کوي او او وايي چې دې دواړو ولایتونو ته د برښنا انتقال به د خلکو د اقتصادي پراختیا لامل وګرځي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG