د انګلستان د فوټبال د غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن د شپې صوت همټن له کریسټال پلیس، ویس هم له ویس بروم او سوانسي له تاتنهام سره د لوبې ډګر ته وځي.
دغه لوبې د کابل پر وخت د شپې ۱۲ بجې او ۱۵ دقیقې پیلېږي.
دغهراز د دغه لیګ په بله لوبه کې نن شپه ۱۲ نیمې بجې مانچسټر سیټي له واټ فورد سره لوبه کوي.
د انګلستان د غوره لیګ سیالیو د تېرې شپې په نورو لوبو کې مانچسټر یونايټډ ۲ د صفر په وړاندې، ایبرټن، نیوکاسل ۱ د صفر او سټوک سیټي، لیسټر سیتي ۳ د صفر په وړاندې خپلې لوبې پای ته ورسولې، خو د برایټن او برونموت لوبه ۲ په ۲ مساوي شوه.